(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تدبیر

[30.Oct.2019 - 16:26]

څه سړی؟، څه یې تدبیر؟

هم هغه شي چې تقدیر

.

که جهان شي تېره تُوره

ستا په مرګ شي خلک خِیر

.

بې تقدیره به ونهٔ مرې

نه په تُوره، نه په تِیر

.

بې اجله مرګی نشته

تېغ وهه، مه کړه تقصیر

.

لکه کار د مړني دی

هسې کار نه دی د پیر

.

د غازیانو، شهیدانو

پروا نشته د سعیر

.

کُل ګټنه ده د تُورې

که کابل دی، که کشمیر

.

مړني دي چې یادېږي

په سندرو، په ویر

.

چې دروغ د تُورې لاف کا

د هغو نه یم دلګیر

.

تُوره بخره د خوشال

کان په کان خلک خبیر

.

تر اُووو پېړیو پورې

واړهٔ مړهٔ په تېغ، په تیر

.

دا د ځان ستاینه نه ده

حقیقت وایم په ځیر

.

.

تدبیر = چاره، کړنه، عمل

خِیر = خجل ، شرمنده 

تِیر = غشی

تېغ = تُوره

تقصیر = ۱) نیمګړتیا ۲) تېروتنه ۳) ګرمتیا

سعیر = ۱) دوزخ، جهنم، د دوزخ یوې برخې نوم ۲) اور، لمبه ۳) ناتار، مصیبت

ګټنه = سوبه، برى، بریا

مړنی = مېړنی، تورزن، زړور، باتور، تکړه، دلاور

ویر = غم، ناورین، ناتار، ماتم

لاف = ځان ښوونه

دلګیر = ۱) متاثر ۲) خواشینی

بخره = برخه، حصه، ونډه

خبیر = خبر، پوه، جوت

اُووو پېړیو = اُووه (۷) پُشتونه

کان = خاندان، پښت (نسل)، پېړۍ، پشت

ځیر = توجه، پام

.د خوشال بابا دیوان

مخ -۳۶۶

.

 
-
بېرته شاته