(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قهرمان افغان

[08.Nov.2019 - 14:24]

سپیڅلی او قهرمان افـغان ته

     ټولو ته څرګنده ده چې په هیواد کې د بې عدالتۍ ، فساو او انسان وژنې اصلي عاملین خپل سري ، لنډغر ټوپکماران  دي چې کلونه ، کلونه یې زمونږ د خلکو په سر نوشت لوبې کړي او زمونږ ډیری هیوادوال یې د مظالمو ، بدبختیو او مصیبتونو سره مخ کړي دي  په خاصه توګه په هیواد  کې د ګډوډۍ ، فساد او انتهار عاملین همدا یو شمیر وطنفروشه او لنډغر وکیلان دي چې زما په اند یواځینۍ د حل لاره یې داده چې په لمړي سر کې  د دوئ څخه  د استیضی صلاحیت وځنډول  شي ځکه دوئ په همدې بهانه  د همدې  لارې  ډیری  په حساسو او کلیدي  چوکیو کې  خپل خپلوان وګمارل چې په نتیجه کې  ټوله بې نظمي ، ګډوډۍ او فساد عاملین  همدوئ ګرځیدلي  دي له بلې خوا  دوئ چې خپله هم   د پيسو په زور وکیلان شوي بیا په غیر قانوني ټوګه خپل مصرف شوی پیسو فکر لا څه چې  دوئ پدې فکر دي څنګه به د قصرونو او بلډونګونو مالکان  شي ۰ ژوندۍ بیلګه یې د پارلمان ریس دی چې  خپله د رشوت په ورکولو  تعین شو  اوس به هغه  خپل مصرف شوی پیسې څنګه پوره کوي دا به د هیوادوالو د سر په بیه  پوره کوي۰

 

 زما په اند اساسي د حل لاره به همدا وي چې بو با صلاحیته ارګان جوړ شي او دا ارګان دی مبارزه علیه لنډغري ونومول شي او د خپل سرو او لنډغرو وکیلانو د استیضی صلاحیت دې ولري غیر لدي نه دوئ هیوادوالو ته خپل امتحان ورکړی او نن سبا د کابل ښار د خود کشو او یا ځانمرګو انتقال په همدو د تورو شیشه لرونکو موټرو کې تر سره کیږي چې همدا یو شمیر لنډغر او خپل سر وکیلان یی تر سره کوي تر څو دا د تورې شیشو وسایط د کابل او نورو ښارونو کې موجود وي هره ورځ به زمونږ هیواد وال د نویو تراژیدیو شاهدان وي۰

 نو لازمه ده چې  د سپیڅلو هیوادوالو څخه په ځانګړي توګه دهغه هیوادولو څخه چې شپه او ورڅ د هیواد په دفاع کې یې شپه او ورځ یوه کړې او د سر په بیه د خپل هیواد اوهیوادوالو څخه ساتنه کوي په میړانه ملاتړ وکړو۰

 

با دردو هیوادوالو! هرچیرې چې یاست خپله ایماني، افغاني او انساني وجایبو ته په نظر کې نیولو سره د خپلو میړنو، په وطن مین اتلانو څخه ملاتړ وکړئ ، مه پریږدئ چې دا داړه ماران نور هم زمونږ ځوریدلۍ هیوادوال د مصیبتونو او بدبختیو سره مخ کړي۰

و من الله التوفیق

 

 

هـڅــــه ده ټینــګ عــــزم ارادې لــري

ګــوره دافــغان زړه څــه اسـرې لــري

 

څوک دی چې بېرته شاته