(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[09.Dec.2019 - 15:19]

طنزونه/ محمود نظری

 

آسماني جنت 

هغه جنت ته ځي چې خپل کور کړي جنت

چا ویل د ورانکار په برخه وي اصلي جنت؟!

په ورانولو هیڅوک کولای نسې جنت وګټي

ځکه ورانونکئ خوی  دوږخ جوړوي له   اسماني جنت

***

په خوب کې مي لیده  جنت کې یو داعش ملا نه وو

ځکه هغه  اموخته په خوند   د میو د دنیا نه وو

هلته په یوه توره  دړه په سپين لیک لیکل سوي وه

دلته هغه راتلای سي چې دنیا کې داعش ملا نه وو

موږولي دلته دهر دوږخي په خوله کوي یارانو

داسې کوټ  یې عبادت ته ایښي چې یو ګرام یې د طلا نه وو

پوهیږم چې دسبا خوب مانا چپه وي   اې يارانو!

ړڼو اوبو ته مي درواغ وویل چې دا خوب مي د سبا نه وو

-------------------

 

فحاشي 

وزیر چې  برطرف سي وایي دې دولت کې فحاشي ده

معین چې برطرف سي وایي دې دولت کې مرداري ده

هر یو چې  په واک وي  وايي خورا  دې  وطن کې ابادي ده

وايي خلک تر پزې ماړه دي  ډیره کراره کراري  او آرامي ده 

خلک وايي هیڅ کار بې زور ، واسطې او رشوت نه کیږي 

هر غریب او خوار وايي  دلته له حده ډیره زورزیاتي ده

دولت وايي همدا هوبه هو د شرق ډیموکراسي ده

عوام وايي دلته پرڅوکۍ سمه کچ غیږه او زور ازمايي ده

« نظری» وايي په دي لوبو کې یوازې چټاک اول نمره دی

ځکه دلته  کامیابي  د خپل ځان په پرتوګ ښویي ده

چې سیاست کې د ځان اوبل په پرتوګ استلو نه شرمیږي

دهغه ستر چټاک په هره ملي لوبه کې هرومرو کامیابي ده

--------------------------

 

نرښځیان

ولي فرمان ورکوې چې جنتر منتر دي نه چلیږي

بې تیلو دیزلي موټر په زورد اکسلېټر کله چلیږي

نن يي برطرف کړې سبا شک پر څوکۍ ناست  وي

په بدل لوټ دسیاست د برېښنا مېټر کله چلیږي

هغه دي چې برطرف کړه  هغه لا نیغ ناست دي

ستا دا اوومه  ووده پرمیږي ښانګه ور کله چلیږي

ووده سمه  پخه کړه یا پریږده دا  دچوف ملايي

ووده  دي په لړم او اجراییه جوکر کله چلیږي

نن فرمان سبا پټه خوله لږ شرم دی

په نرانو کې دلته  نیم نر کله چلیږي

کالي د خپل قد او اندام په اندازه  دومره پاک مه ګنډه

په دې پاک ملک کې تر  ټولو په مرداریوککړ پکړښه چلیږي

خبرې دخپلې تنګې خولې لکه سمسارې دخولې په اندازه کوه

په دې بې پلار او نیکه خلکو کې روشنفکر کله چلیږي

په دې خوار وطن کې بېرته شاته