(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دناکامورا قاتل ته

[09.Dec.2019 - 15:24]

 

ډاکټر ناکامورا قاتل ته

شاعر : سمیع الدین افغاني

مه وژنئ

مه وژنئ با درده انسان مه وژنئ

نور د انسانیت پیروان مه وژنــئ

 

بس کړئ دغــه ظلم او جفا نــوره

نوردا بې ګناه مظلومان مـه وژنئ

 

تاسې به هم کـــــور لرئ اولاد لرئ

نور د کلې زوړ او ځوانان مه وژنئ

 

پريږدئ چې ګلونه شي باغونه شي

نور دا ببر سر ماشومان مه وژنئ

 

سولې، ورورګلوی ارمان په زړه لري

زمونږ دا نازولي بچيــان مه وژنئ

 

دا د خواخوږۍ او همدردۍ سمبول

درد او د احساس انسانان مه وژنئ

-------------------

 

د خلاصون لار

 

وايي : کوږ بــار تر منزل نه رسیږي

په ظلم ، زور دا حالت نــــه جوړیږي

 

څو چې زورواک او ستمګر حاکم وي

دا د ظلمت تیارې هیڅ نــه ختمیږي

 

چیرته چې جهل، ظلم ، زور چلیږي

د جنګ لمبې هلته کــې نه سړیږي

 

چې په فریب ، دوکه ژوندون تیروي

د هغه ملک حالت نور نه بدلیږي

 

تر څو دا چور وي دا تالان دلته کې

دا بد حالات وطن کـــې نه سمیږي

 

څو چې زورواک او بل واکې وې دلته

قهر او غصه د خلکو نــــه کمیږي

 

ورورۍ یواځې د خلاصون لاره ده

په تربګنۍ کې ژوندون ښه نه تیریږي

 

که افغاني وطن کــــې سوله راغله

د جنګ لمن بـــه خاماخا ټــــولیږي

------------------------------

شاعر : سمیع الدین افغاني

 

-
بېرته شاته