(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هنرمند

[09.Dec.2019 - 15:32]

هنرمند

تا یو څه را زده کړل

دومره مینه د راکړه

چې د زړه په هره برخه کې ګرانښت را ګډ شو

اوس چې ته نه یې 

ستا په خالق میین شوی یم

هرې غږېدا ته یې اوښکې تویوم

مخ په مخ یې ښکلوم

او په نیمو شپو ورته اوږدې اوږدې سجدې لګوم

د (ته لوړ یې) جملې په ویلو، تندی په ځمکه وهم

یواځې د ده ثنا کوم

یواځې دی ستایم

یواځې دی ښکلوم

ستا د ښایست خالق خورا ښکلی دی

ستا د جلوې مصور ډېر هنرمند

جمال ناصر اصولي

 

 

 

-
بېرته شاته