(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قاتل

[10.Feb.2020 - 10:59]

 

تاســـــو لږ چپ شئ زه د خپل قاتل نامه اخلمه

او بــــــــــــــيا په خپلو اوږو خپله جنازه اخلمه

 

زه به تر څو خـــــــــپل قدم ستا په اجازه اخلمه؟

عـــــــــجيبه نه ده چې خپل کور په کرايه اخلمه

 

د لمـــر بازار دے ،خالي جيبه ،حق حيران ولاړيم

سايـــــــــــــــبان نه اخلم ،د خپل وجود سايه اخلمه

 

بيا د ماښام آذان نه څاڅکے ،څاڅکے درد راڅاڅي

بيا مې زړه تنګ دے ،بيا به څنګه په سر شپه اخلمه؟

 

ممــــــــتازه ! څه نه څه بنديز خو په ځان زه هم منم 

ځه! بې ديــــــــــــــــواله کور ته دنګه دروازه اخلمه

 

ممتاز اورکزی

-
بېرته شاته