(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اې ښکاري اشنا

[10.Feb.2020 - 11:21]

ای ښکاري آشنا

اي ښکﺎري اﺷﻨﺎ در ﺗﻪ ﺳﻼم ﻛﻮم

ﭘﺮﻳږده ﭼﯥ دا ﺳﭙﻴﻨﻲ ﻣﺮ ﻏۍ واﻟﻮزي

ﻻړ ې ﺷﻲ ﺟﻮړې ﺟﻮړې ګﻠﻮﻧﻪ ﺷﻲ

ښکلي ﺷﻲ ښاﺎﻳﺴﺘﻪ ﺷﻲ اﻣﻴﻠﻮﻧﻪ ﺷﻲ

واﺧﻠﻲ ﭘﻪ وزروﻧﻮ ﻛﯥ ﺗﻨﻜﻲ ﺑﭽﻲ

ﺳﭙﻴﻨﯥ ﺳﺮې مښو ﻛﯥ زرﻛﻨﻲ ﺑﭽﻲ

ﭘﺎم ﻛﻮه!

ﭘﺎم ﻛﻮه ﻣﺎﺷﯥ ﺗﻪ ګﻮﺗﯥ ﻣﻪ وروړه !

* * *

اي ښکاري اﺷﻨﺎ ! درﺗﻪ ﺳﻼم کوم

ﭘﺮﻳږده ﭼﯥ داﺷﻨﻮ ﺟﻠګﻮ ﻛﯥ وځغلي 

ﭘﻴﻐﻠﯥ د ﻫﻮﺳﻴﻮ د داﻣﺎن ﭘﻪ ﻟﻮر

واړوي ﭘﻴﻜﻲ د ﺷﻨﻪ آﺳﻤﺎن ﭘﻪ ﻟﻮر

وﺧﺎﻧﺪي راﺗﺎوېﺷﻲ ﻣﺴﺘﻲ وﻛړي

ورﻏړي ﻧﺨﺮې وﻛړي ﺧﻮښي وﻛړي

ﭘﺎم ﻛﻮه!

ﭘﺎم ﻛﻮه ﻣﺎﺷﯥ ﺗﻪ ګﻮﺗﯥ ﻣﻪ وروړه

* * *

ايښکاري اﺷﻨﺎ! درﺗﻪ ﺳﻼم ﻛﻮم

ﭘﺮﻳږده د ﻏﻨﭽﻮ ﭘﻪ ﻟﻤﻦ پریوځي

زﻣﻮږ د ﻛﻠﻲ ﺑﺎغ ﻛﯥ دﺳﭙﺮﻟﻲ ﺑﻠﺒﻞ

زﻣﻮږ د ﺧﻤﺎروﻧﻮ ﺷﺮاﺑﻲ ﺑﻠﺒﻞ

ﭘﺮﻳږده ﭼﻲ ﭘﻪ ﺳﺮو ﻣښﻮﻛﻮ وﺑﻮﻟﻲ

زﻣﻮږ د ﺑﺎم د ﭘﺎﺳﻪ د ﺳﭙﺮﻟﻮ ﺳﺮود

ﺑڼ ﺗﻪ د ﻏﻮټیو د ښکالو ﺳﺮود

ځمکې ﺗﻪ دوریځو بارانو ﺳﺮود

ﭘﺎم ﻛﻮه!

ﭘﺎم ﻛﻮه ﻣﺎﺷﯥ ﺗﻪ ګوﺗﯥ ﻣﻪ وروړه !

*ښکاري ي آﺷﻨﺎ ! درﺗﻪ ﺳﻼم کوم

ګﻮره داﺑﯥ ژﺑﯥ ﻣﺮﻏﺎن ﻣﻪ وﻟﻪ !

ﻧﻪ ﭼﯥ ﻛﻮم ووړ ﺑﭽﻰ ﺑﯥ ﻣﻮر ه ﺷﻲ

ﺗﻪ ﻫﻢ ګﻮره ﭘﻼر ﻳﯥ او ﺑﭽﻲ ﻟﺮي

ﭘﻴﻐﻠﻪ ﻟﻮر ښاﻳﺴﺘﻪ زوى ګﻼﻟﻰ ﻟﺮ ې

درد ﻟﺮې ،ارزو ﻟﺮې ،زړګی ﻟﺮ ې

ﻧﻮ!

ای ښکاري اشنا درته سلام کوم

ﭘﺎم ﻛﻮه ﻣﺎﺷﯥ ﺗﻪ ګوتی مه وروړه

 

(ارواښاد اسحاق ننګیال)

-
بېرته شاته