(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونوله

[10.Feb.2020 - 11:27]

زما ځواني ډول کوي د پښتونواله سره

زه په پښتو او پښتنواله باندې سر ورکوم

زما يې خټه لمده کړې د غيرت په اوبو

بې همتي لازمه نه ده زما له شانه سره

د وطن مينه مې رودلې ده د مور په شودو

اوس يې خدمت ته يم حاضر له ټينګ ايمانه سره

د غيرت توره مې نيولې ده په خپلو اوږو

د سربازۍ ميدان له وړم توره له ځانه سره

روح مې په تن کې اسوده وي استقلاله سره

زما ځواني ډول کوي د پښتونواله سره

په ژوندانه کې چا ته کله خپل سنګر ورکوم

زه په پښتو او پښتونوالې باندې سر ورکوم

په وينو رنګ وژلی خوښ يم خو غلام به نه شم

زما ارواح په ابتدا کې دا منلي نه دی

زه د وطن دښمن ته هيڅ لاس په سلام به نه شم

زما نيکونو هر ګز ټيټ چا ته کتلی نه دي

خپلو حقوقو د غوښتنو ځنې ارام به شم

څو چې د تن وينې مې لاندې څڅېدلې نه دي

مقابلې ته يې يم حاضر له سرو ماله سره

زما ځواني ډول کوي د پښتونواله سره

ټولې دنيا ته زه په ټينګ عزم خبر ورکوم

زه په پښتو او پښتونوالې باندې سر ورکوم

توپ طياره زما همت ته اهميت نه لري

خلک دغه چې يادوي ما ته خندا را ځي

سنګر د نورو زما عزم ته طاقت نه لري

هر يو غليم مې په نظر لکه ګيا راځي

توپ و ټانګونه زما مخې ته قوت نه لري

نه په ټوپکو، ماشين ګڼو څه پروا راځي

د قربانۍ ميدان له ځم زه په ټکاله سره

زما ځواني ډول کوي د پښتونواله سره

خپله سينه د ننګ مېدان کې لکه سپر ورکوم

زه په پښتو او پښتونوالې باندې سر ورکوم

تړلې ملا جنګ ته اته مليون زلميان لرمه

هر يو زلمی زما د يو لښکر ځواب کوي

دولس ميلونه شاته نور غم شريکان لرمه

غليم دې خوار شي چې زما مخ کې دباب کوي

ښه اهل کار، ښّ غم خواران او پوه مشران لرمه

هغه به غوره کړم چې دوی راته خطاب کوي

غليمه کور دې نژدې مه کړه له زواله سره

زما ځواني ډول کوي او پښتو نواله سره

پر ځای د ډال تېغ د دښمن له خپل ټټر ورکوم

زه په پښتو او پښتونوالې باندې سر ورکوم

که د صورت وينې مې توی شي په خدمت د وطن

دا به دنيا کې يو لوړ نوم او سعادت وي زما

قربان قربان مې دا ځواني شه زرکرت له وطن

خو د وطن دا استقلال دې تر قيامت وي زما

خدايه نصيب مې کړې ښه ښکلی شهادت د وطن

خپلو نيکو ته چې پّ ګور کې مسرت وي زما

زه ملنګ جان په هله سيال شمه له سياله سره

زما ځواني ډول کوي د پښتونو اله سره

مبازکي به خپل پردي ته په بستر ورکوم

زه په پښتو او پښتونوالې باندې سر ورکوم

ملنګ جان

-
بېرته شاته