(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منظور نوم د

[10.Feb.2020 - 11:37]

منظور  نوم د یو تحریک دی

منظور نوم د یو مرام دی

منظور ننګ د پښتون قام دی

منظور نوم د محبت دی

منظور نوم د حرکت دی

منظور نوم دیو پیغام دی

منظور نوم د احترام دی

منظور نوم داخوت دی

منظور نوم د ورورولۍ دی

منظور نوم دخپلواکۍ دی

منظور نوم د یو توپان دی

منظور نوم دجاویدان دی

 

واورئ اې  پښتنو واورئ

منظور ستاسې په کاروان کې

د پښتون قام امانت دی

 

ده په هره یوه ساه کښې

د وطن  ټپه ده کړې

ده دخپل ولس لپاره

زحمتونه دې ګاللې

 

نو واورئ اې پښتنو واوري

دا د هر یو پښتون ویاړ دی

دا یو داسې شخصیت دی

چې بس نوم د سړیتوب دی

 

ای زما د قام وګړو

ای زما د پاکې خاورې

لامحدودو خایستونو

نن احساس راته دا کیږي

چې دا ستاسې په سینو کښې

څومره ډیر زیات محبت دی

 

بس یو سوال درته کوومه

چې زما د روح لپاره

د وحدت لارې کړئ خپلې

دا بې ځایه تربګنیانې

نفرتونه دښمنیانې

واړه هیرې کړئ ملګرو

چې زمونږ په دې هیواد کې

دسکون سپرلي خواره شي

 

ېادونه دا شعر ښاغلي لاېق زاده لاېق زما پلار ارواښاد ستوری ته لیکلی وو، زه یې یو څو بندونه منظور پشتین ته ډالۍ کوم. له لاېق صیب نه په مننې

-
بېرته شاته