(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون د کور

[10.Feb.2020 - 11:39]

مـلـی تــړون

د بــاچــا خــان پــه لار روان  مـلــی  تــــړون  دي  زمــــونــږ 

پــښتو عـزت، پـښـتو ایـمان، پــښـتو قانون دي زمونږ

 

تـور ځــنـځـیـرونـه مـاتـوو لـوی پـــښـتونـخــوا جـــوړوو

فکر پښتون،احساس پـښتون،عقل پښتون دی زمـونږ

 

د پــښتـون  فـکـر  زلــــونـــو کـې څـوک تــړلـــی نـــه شــي

ازاد پـــیـدا دي  غـــلامــۍ کـــې لــــویــــدلـی نـــه شــــــي

 

پـاڅـیـږه پــښـتونه!

پـاڅـیـږه پـښـتـونـه نــن د قـام او قـامـولـــی وخــــت دي

پـــریــږده تـربــګــنـۍ د اتفاق او ورورولولۍ وخت دي

 

وګــوره قــامــــونــو د دنــــیــا تــه چـــــۍ ازاد شـــولـــو

واک ئې خپل راخـپل کړلو په خپل وطن کې ښاد شولو

 

خـپـل جـنـت وطـن کـې پــښـتـانـه خـوار او بـربــاد شولو

واک اخـتـیـار ئــې نـه شـتـه وږی تــږيـی بې سواد شولو

 

دا حـال بـدلـول غـواړي نـړۍ کـې د سـیـالـۍ وخـت دي

پـریـږده تـربــګــنـۍ د اتـفـاق او ورورولـولـۍ وخت دي

 

دا پـښـتـنه خـاوره پــښـتـنو مـونـږنـه پـــښـتـو غــــواړي

نـنـګ غــواړي غــیــرت غواړي میړانه د نیکو غواړي

 

بیا د خـیـبـر سـر کـې جــګــول ســر د شـــمـلـو غواړي

نور د خوشحال خان توره تـیـره په شـرنـګـیـدو غـواړي

 

جـوړه پـښـتـونـخوا کـړۍ د قومی اولـسـولی وخـت دی

پریږده تـربـګــنـۍ د اتــفـاق او ورورولـولـۍ وخـت دي

 

اوس چې مونږ پانه څو ستوری وائی چې ورکیږو مـونږ

بیا که چـیـري پـاڅـو نـو مـنـزل تـه نـه رسـیــږو مـونــږ

 

نه کړي انتظار د وخـت کاروان ترې پـاتـې کـیـږو مـونـږ

پـاڅـیـږه پـاڅـیـږه دې کـاروان سـره مـل کــیـږو مـونـږ


نور خیالونـه پـوچ دی د پـښـتو پښـتونـولـۍ وخـت دي

پریږده تـربـګــنـۍ د اتــفـاق او ورورولـولـۍ وخـت دي

پاڅـیـږه پـښـتـونــه نـــن د قــام او قــامــولی وخـــت دي

 

بــنســـټ دی د ژونــــدون د پـښـتـونـوالـی فـلـسـفـه شـي

لـــمـن دی د ادب د خـــــوشـــــالــــو ګـــرمــــه دیــره شـــــي

 

اولــس دی ځـــــوریــدلــــی خــــو ژړا بـانــــدی څه نه شي

پــيـدا دی دی اولـــس تـه د خــنـدا یـــوه شــیــــبــه شـــــي

 

درمــل د ځـــوریـــدلـــو انـــسانــــانـــــو پـــه امــــیـد شــي

امــیـد دی د ژونـدون د سـوکالـۍ ورتــه تـــحـــفـــه شـي

 

امـید د خـوشـحالـۍ او سـوکالـۍ چـې زړه کــې نــه وي

انسان نه مړی جوړ شــی ځــای ئی ګــور او هــدیــره شي

 

دا ســتـوری د پـښـتـون د خپلواکی بـــه هـــله روڼ شـــي

چـې واړه پــښـتـانـه په یو مرکز ټـــول شــي جـــرګـــه شي

 

اوس که خپل جنت وطن کې بې وطن ېم

خو،  اخر ددې  وطن اصلي   څښتن   ېم

د  نفاق  اور راکې  ګډ   دی   ناتوان   ېم

که  ېوځل   په  اتفاق   شوم   تواتمن   ېم

..............

دپــــــښـــــتـون د کـــــور لــوګـــیــه!

شــیــن اســـمــان تـه پــورتـه کــیـږه

 

وریـځـی راولـه تـیـاره کـه      دا خـپل ځان اوبـه اوبـه کـه

د رحــمت شـــه بــارانــونـه      پــــه ډاګــونــــو راوریـــــــږه

دپــــــښـــــتـون د کـــــور لـــوګـــیــه

شــیــن اســـمــان تـه پــورتـه کــیـږه

  -
بېرته شاته