(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو

[10.Feb.2020 - 11:41]

پښتو متلونه

 

هرچاته خپل وطن کشمير دی 

خپل کورساته ګاونډي غل مه نيسه

د ورغومي تڼاکه مرغلره ده

خپله ژبه هم کلاده هم بلا

مه کوه په چا، چې وبه شي په تا

مارته په لسټوڼي کښې ځای مه ورکوه .

 ديولاس څخه ټک نه خيژي

موړ د وږي له حاله څه خبر دے

که غر لوړدے په سرلارلري

کوږ بار تر منزله نه رسېږي 

څه چې کرې هغه به رېبې .

 مېړونه مري اونومونه يې پاتې کېږي .

 چه غورځي هغه پرځي

خپل عمل د لارې مل .

 دګورشپه نه په کورکېږي .

 مارخوړلی له پړي بيرېږي

 چې په تمه د سپروشي، هغه پاتې په ميروشي

بنده ترخپل وس پړ دے .

 اوبه په ډانګ نه بېلېږي

اوبواخيستی ځګ ته هم لاس اچوي

خوشحال خټک! په درنو دروند، په سپکو سپک .

 دکبرکاسه نسکوره ده

 خپل عيب دولومينځ دے

نه د دين شو او نه د سادين 

میم زر ما او ټوله ځما 

كه غر لوي دي په سر ي لار ده 

چي شپه ي تر منځ وي، د هغي بلا مه يريږه 

توري يرو ل كوي، سپيني ورو ل كوي

 كه اوربشي پيسه سير شي، د خرۀ هم هغه لپه ده 

چا په كلي كي نه پريښودو او دۀ وييل خر مې د ملك كره وتړۍ

 بزي بزي، شودي به راكي خو د پچو ډكي-

 وار وار كله د ځوي كله د پلار-

 نمر په دوه ګوتو نه پټيږي

د بارانه تښتيدمه، د ناوي لاندي مي شپه شوه-

 د كلي وؤزه، د نرخه مه وؤزه

په جنګ كي اسونه نه څربيږي

 د كور جل سپكه وي

وطن په خلكو ښايسته وي

د خرۀ مينه لته وي

 خر د خيد(شنو) په خوراك څه پوهيږي

سل په لالي پوري، يوه پرې د بنګړو

د دروغو مزل لنډ وي

د لامدو به څه لامدۀ كي

دلمدو خټو لږې اوبه دارو وي

د زورور اوبه په لوړه ځي

چې ته هم راڼۍ شې ، زه هم ، خټې به څوک کا

زما پېدا په ما لګيا

كږه خوله سوك سموي

سينځخ په لوټه اوختو، كشمير ئې وليدو

په كور كي مرور وؤ، په غرۀ كي ي ګورګوري نه خوړي

نر هغه ده چي كټي ګپي وهي-

 د غل مخ تور وي- د سنډګا نو په جنګ كي چيندخ مري- سنډا ته سريندي مه وهه

په بېرته شاته