(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په شګو کې ژوندون

[10.Feb.2020 - 12:12]

که په شګو کې ژوندون وي

ربه بومې ځه صحرا له

.

که سودا کې ناز او شړنګ وي

ما مرۍ ورکړه سودا له

.

که په سا کې مستي نه وي

ربه مرګ راوله سا له

.

که هلال پیغام د نور

د خندا، د رڼا نه وي

.

ما ته غوره توره شپه ده

ډېره غوره، د هلاله

.

که د ژوند مطلب بل نشته

بس ژړل دي، سوځېدل دي

.

دا خپل جوش په بېرته واخله

دا خپل هوش په بېرته واخله

.

زه پتنګ ستا په رڼا یم

مین ستا په تورو نه یم

.

که کافر، که مسلمان یم

یمه ستا، د نورو نه یم

.

زما واړه کمزوري دي، جوړې ستا، ستا د کماله

تیاره ځکه شوله توره، چې شوه ورکه د هلاله

.

چې تا ورک کړمه، حیوان شوم

چې تا ووینم انسان شوم

.

ته دریاب د شنو چینو یې

زه پټی د لوږو تندو

.

چې تا ورک کړم، بیابان شوم

چې تا ښکل کړمه، بُوستان شوم

.

دا ګناه زما د څه ده، چې زه چیغې شوم، جانان شوم

دا خو ستا د ښایست قصور دی، چې زه غم شوم، بیابان شوم

.

یا خو واک د بادشاه راکړه

او یا صبر د فقیر را

.

د ژوندون دې رنګین خوب له

یو ښایسته شانې تصویر را

.

چې ستا حسن پرې بندي کړم

داسې لاس، داسې زنځیر را

.

که دا اوښکې ستا شراب وي

که دا چیغې ستا رباب وي

.

که زما ژړا د عمر

یو لمحه ستا د شباب وي

.

که زما همه مستي دا

یو حباب ستا د سرور وي

.

زه خوشاله یم په هر څه، چې کوې زما په ځان ته

عجیبه زما جانان یې، عجیبه زما ارمان ته

.

هله زه د ځان مالک شم

چې خپل ځان درکړمه تا له

.

هله مست خوبونه راشي

چې ګوټ وکړم ستا د خیاله

.

اې د کل جهان مالکه

جواب را ستا د جماله

.

ولې جوړ صحرا کې باغ کړې

قصاب جوړ کړې د کلاله

.

ولې، ولې، ربه ولې؟

د دې ولې جواب څه دی؟

.

څنګه، څنګه اې جانانه

ازغی څه دی، مضراب څه دی؟

.

اې د لوږې تندې ربه

ډک جام څه دی، کباب څه بېرته شاته