(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پ ټ اېم

[10.Feb.2020 - 12:30]

تقديرکه وي، هم بس دی په خپل لاس یی بدلون غواړو

دخپل وطن په غېږکښې زندګي او سکون غواړو

پښتون ته ژوندون غواړو

*****

ېو خلک ېو، ېوه ژبه د ېوبل سره ودرېږو

 په ‌‌‌‌‌‌ډانګ کله بېلېږو

راګورئ، چې نن څنګه دېوبل ځنې ځارېږو

ېوځای به پورته کېږو

له مسته اباسېنه ترامو پیوستون غواړو

پښتون ته ژوندون غواړو

*****

دخلکو جذبې ګورئ، حق غوښتلوله حاضردي

دلر دي، که دبر دي

پښتون چې بې ګناه وژني، همدغه ترهګر دي

ترهګر او لنډغر دي

چې ظلم بېخي ختم شي ېو داسې پاڅون غواړو

پښتون ته ژوندون غواړو

-
بېرته شاته