(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

میروېس بابا پګړۍ

[10.Feb.2020 - 12:33]

 

پښتانه

پــــښـــتـــانـــه لـــه پـــښـــــتــونـــــوالــــی نــــه بــیــلـــــيـږی

پـــه پښــتو بـــانـــدی لــه ســـر او مـــــــال تــــــيـــریــــــــږی

 

پـــــــښـــــتــــو ژبـــــــه او تـــــــهــــذیــــب د پــښــتـــــنو دی

د نـــــــــــــړۍ پـــــه هـــــر ګــــــوډ کـــــــې چـــــې اوســــیــږی

 

پــــــــــت ، ښـــــیــګــــړه تــــــــوره وفـــــا ئـــی خــــاکــــــه ده

چـــې د نـــــنــــګ ســره یـــو ځـای شــی پــښــتون کــیــږی

 

پــــه پــــښـــتو بـــــانـــدی ژونــــدی پــــه پښـــتو ویـــاړی

د ســــبـــــا د اســـــــــمـــان ســــتــوری شـــــــو ځــلــیـــږی

 

د نظر ازادی

ازادی د نـــظــــر نــــده چــې دی خپــــــل نـــــظـــر ازاد وی

ازادی د نـــــظـــــر دا ده چـــــــې بــــــــل نــــــظــــــر ازاد وی

 

که غریب وی که باچا وی حق ئې  یو شانته خوندی وی

ســـتوری وائــی د هــوښــیــار هـــم د پـاګل نظر ازاد وی

بوډا يار

واده نـــه وروسـتــه می یــقـیــن دی ســم پـه   لار  به شی

پــرون هــلـــک وی، نــن ســړی شـوی ، سبا پلار به شی

 

لږ چې مستی کـړی دا عـــادت دی د پـــرون پـــاتـــی دی

د جــــانــــان غــیږ کــې د پـــــرون څــــنی بــیــزار بـــه شــی

 

اوس دی بــــریـــتــونـــه تـــاوه وه مزی دی واخله د ژوند

اخـــــــر بـــه سپینه ږیـــــــــره ګــــــرزی بــــوډا یـــار به شـی

 

د کـــــاڼـــی کـــرښـــی دی د ســـتوری دا خــوږی خـــبــری

د زړه پـــه غــوږو کـــه دی واوریـــدی هــوښــیار به شی

 

 

د    امن  جنډه

یــــو   مـــلــی     قـــــاعــد   امــــام   د   خـــــــدایــه   غــواړم

چـــې   پــیـــدا   کــانـــدی   وحــدت   په   پـــښتــنــو   کــې

 

او   جـــــــنـــډه   د   امــــــــن   ســــتــوری    ســـره    واخــلــی

ســـــولــــــــه   راولـــــــــی   د   ســـیــــمـــی   اولـــســو   کـــې

بسيا

لـــیـــلا راغــــلـــی ده لــــوزونـــــــه د وفــــا کــــوی نـــــــور

وائــی د کـلـــی لــــوی واړه راتـــــه دوعــــــا کـــوی نـــــور

 

پـــخــپــل قسمت نـــور ژړا نـــه کـــوی  قسمت بــدلـــوی

ډیــر ئــی ژړلــی دی همــدومــــره بـــــه بسیــا کــوی نـــور

 

قسمت هــر څــوک شی بــدلـــولـی چــې تکل ئــې وکړی

چـې تکــل وکړی خـــدای د خپل بــنـده رضا کــوی نــور

 

چې د غــیرت ویــنــه ئــې مــیــنه شــی پښـــتو بــه کـــوی

پـــه هــر یـــو کـــار کــې بــه د ستوری سره سلا کوی نور

 

سوکالی

څوک  خپل  وطن  خرڅوی  ،  قام  خرڅی  پسی  ټولوی

زه  د  خـپـل  قــام  او  وطــن  نــــه  تــیــریــدلــی  نـــه  شـــم

 

څوک  استعمار  ته  نوکری   کړی  خپل  اولس  لـــوټوی

زه اســتــمــعــار تــوری تــیــــاری هـــــډو مــنـــلـی نـه شـم

 

یــــــا کـــــــړی لاره د خــــپــل ځــان د ابــــــادی خــــوښــــــه

ســتــوری کـــړه  لاره  د  ټـول  قـام  د  ســوکالــی خــوښـــه

د ګلو يار

وخــــتــه راځــــی کـــه نــــــه  زه تـــــا تـــــه انــتــــظـــــار یـــم

د ښــــــکــلاګـــانـــو تــــمـــــاشــــی تــــه پـــه تـــلــــوار یــــم

 

تــــه چـــې تـــــیـــار وی زه تــــیــــار نــــه وم ماشوم ومه زه

اوس چـــــې زلــمی یــــم تــــاتــه زه ســــترګی پـــه لار یـــم

 

راځه راځه چـــې د ګــــلــــو نــــو نـــــنـــداری تــــه لاړ شـــو

زه ګــــل پــــرســـت یـــــــــم ازلـــــــی د ګــلــــــــــو یــــار یــــم

 

چې ستوری ښکاری او سپوږمۍ اسـمان کې وی ولاړه

پــــه داســی شـــــپــه کـــې زه د هــر ګــل خــدمــتــګاریـــم

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د يووالی ورځ

زړه می خوشـحــال دی نــن د قــام دیــوکــیدو مــیلـــه ده

ورځ د یـــووالــی ده د ټـــولـــــــو پښــــتـــــنو مـــیـــــلــه ده

 

دا ملی ویاړ ، ملـی دوســتور ، مـلـی اخـتر دی زمـونــږ

لــوی او واړه خــوشــحــالـــه دي د خــوشــحالو مـیلـه ده

 

داد قــامــی وحـــــدت پـــالــــــنــه او ســـــاتــــــنـــه کــــوي

د ټــول پـــښــتــون پــه یــو مــرکــز د غــونـډیــدو میله ده

 

د پښتونــــخــوا د خــپــلــواکـــی او ســوکــالـــی د پـــاره

مــشــران راټــول دی د جـــرګــو د فیـــصــلــو مــیـــلـــه ده

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

هدف

بــــې هــــــدفــــــه ، بـــې نـــــــښــــتونــــه  کـــه جـــهـــان وی

نـــه بــــــه ګـل ، نـــه بـــه بـــلـــبـــــل ، نــه بــه بــاغــــوان وی

 

خـــــدای هــــــر څـــــه دي یـــو هــــدف تـــه پــــیــــدا کـــړی

بـــــې هـــــدفــــه ژونـــد بـــه ګـــران ډیــــر د انــــســـان وی

 

کـــــه ښـــــــکــلا او خــــوشـــبــوی پـــه ګـــل کـــې نــــه وی

تــــــوپــــــــیـــر څـــــــه بــــــه د ګــلــــــــونـــو او د زوزان وی

 

بــــــلــــــبـــلانـــو بــــــــه بــیــا څـــــــه کـــــول پــــه بـــاغ کــې

ټـــــــول د څـــــلــــــمــــــی بــــــه د بــــــاغ ځــــــنــی روان وی

 

کـــه دنــیا کـــــې مــیـــــنــه نــــه وی ، ښـــــایــســـت نه وی

نـــو بـــــه څــــه حــــال د ژونــــدون بـــــیـــا د انـــــســان وی

 

چـــې اســمــان پــری نــیــمه شــپــه کې ښایسته ښکاری

نـــه ســـپــــوږمـــــۍ او نــــه بــه سـتــوری د اســـمــان وی

 

 

 

 

مستی   ترانـی

راځه  چې  دا  مستی  نغمی  کـړو  پښتــنو  کــې تــیــتی

څو    تــرانــی   د  قــامـولـۍ   شی   قام   بـچـو   کې  تیـتی

 

چې  ورته  ځواک  د نوی   ژوند  او د غور ځنګ ورکړی

ګــرمی    ولولـی   شی   د  وطن   په   شا زلمو   کې  تیتی

 

د  قام  ولی  جذبی  چې غرو   کې  انګازی   جوړی  کړی

بیا  ورته  غوږ شه  چې  شی  زړه  او په  مغزو  کې  تیتی

 

چې   ساز  سرود  ورته  د نوی  ژوند  نغمی جوړی  کړی

ټــولــی   نغمی   شــی  د  وطــن   په   سردرو   کې   تـیـتـی

 

د کـونـړ  سـتـوری  ورتـه  مسـتـی   تـرانـی  جـوړی   کـړی

پـښـتونـولـی   نـاری  شـی  قـام   پـه  مـیـړنـو   کې  تیـتـی

 

 

 

 

 

 

ښـاغلـی

چـــې    نـــغــــــمی    مـــې  د بـــلبـــلـــــو   واوریـــدلــــــی

بــاغــیـچـی   مې  د   خــپـل    کـلـــی یــــادی شــولـــــی

 

زړه   چـــې کـــلــه   د جـــنــت ښــــکلــــی   غـــوښــتــلـی

مـــــا دا  ښــــــکـلــی   د   دنـــیــا  ورتـــــه   ســتـــایـــــلـی

 

دا زمـــــا   وطـــــن   نـــــــــړی   پـــــه ســـــر جـــــنــــت دی

ســـردری  لـــری   بـــې   شـــانــــــه   ښــکلــــی     ښکلــی

 

د جــنـــت   د   مـــی   جـــــامــونــه   بـــــه   چـــــپـه   کـــــړی

کـه   اوبـــه   ئـــې   د کـــونــــړ   د  ســنـــد   وی   څکلــی

 

خـو  کـــمــبــود   د   اتـــحـــاد  دی   ځــمـــا   قــام کــــې

د   نـفــــاق   اور  کـــې     ځــــانـــــونــه    دی    ســیــزلــــی

 

روښـــان     انـــد     ئـــې    د   غـــلام    ذهن  خاوند     دی

د پـردی    خـــدمـــــت    کـــــوی     بــه     خـــپل    ځــغــلی

 

ســـتـــوری    روڼ     د     اتــفــاق    که     د   پښتون       شی

بـــیــــا    بـــه    دوی     شـی     په     قامونو     کې     ښاغلی

 

 د نشه   ازادی

قــــربـــان   د  وطـــن   نــــــه   ســر   ځـــــما   مـــــــــزه   کـــوی

ســری   شــونــډی   دنــګــه غـــاړه د   اشـــنا  مــزه   کـوی

 

رندانو   په   مفحل   کې  چې   د ژوند   د میو   ویش  وی

ساقی   د   مــیـو   جــام   ګــوتــو   کــې   ستا   مــزه   کــوی

 

را   واړوه    ســـاقــی   د   ازادئ    مــئ   چـې   نــــشـه   شـم

نـــشـــه   د   ازادی   د   پــــــښــتـونــــخـــــوا   مــزه     کــوی

 

د ګـل   پــه   طـمه   ژونـــد   د  اغـــزو   ســـره   اشــنـــا   یـــم

پـــه   ســـمــه   غــر   کــې   ســورګــل   د  لالا   مــزه   کـــوی

 

دا سـتوری  د   ژونــدون   د  ازادی   زمـــا   خـــوښــیــږی

د   هــســک   پــه   لــمــن   ســتــوری    د   سـبا   مزه   کوی

 

 

 

 

 

 

 

ارمانجـن

پــه   ځــوانــی   کــې  د   ښــایست   بن   ښه   سمسور   وی

چـــې  بـــوډا شـــی د ځـــوانـــی بـــن  ئـــې   تـــالا  شــی

 

پـه  هــغــه   جــهان    ځــوانـــی  لـــه   خـــدایـــه  غـــواړی

پــه  ســجــده  شــی  پـــاک   الله  تــه   پـــه  دوعــا   شـــی

بېرته شاته