(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تورخم

[10.Feb.2020 - 12:49]

پوونده مُلا په ګور کې چوي له غمه

پنجابيان درباندې وختل تورخمه

 

د غيرت د چغې سور دوزخ يخ شوی

دوزخيان دي د يو تور جنت په تمه 

 

د چونغر د ترانو ژبه ګونګۍ ده

خېبر سرې سترګې نيولي دي پُرنمه

 

"ربابي ملنګه راشه" که ژوندی يې

دُرخانۍ سرتورې ګرځې بې ادمه

 

خلکو ټولو خپلې خپلې برخې وړي

نه چا غر چرته نيولی، نه چا سمه

 

هغه خان چې مې اتل د حماسو و

هغه پير مې چرته پرېوتو بې دمه

 

په بې ننګه پيرخانو باندې غلط شوم

يا مې خدای کړله د ښو نصيبه کمه 

 

اوس يې وپوښتئ چې څومره آزاد شوي؟

ګډېدل چې به د ثور په اتمه

خان زمان کاکړ

-
بېرته شاته