(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نره ملالۍ

[10.Feb.2020 - 13:59]

مــــه تــــړه شـــمـلــه يــــاره  

پـــه غـــاړه دى اوګـــۍ ښــه ده 

ســل بـې نــنــګ زلــــمـونـــه يــــوه نـــره مـــلالـــۍ ښـــه ده

 

 تــــه كــيـنــه كـــرار پـــه كــور ، بــل  دى كـــړه وړو تـه اور 

مـا تــه د خــــوشــــال تــــوره چــــابـــكــه مــــړنـــۍ ښـــه ده

 

 تــه لــولـى د بـل بـــوسـتان، هــيـردى كړه د مــور لــسـان

 مـــــا تــــه د غــــــنــى يـــــو ه غــــزلــــه  لــــيــونــــۍ ښـــه ده

 

 تـــه واى ګــلـســتـــان نـــغــمى، زه وايم د رحــمـان نغمى 

مــاتــــه د كــــروړ مــلــــى بــــدلــــه پــــخــوانــــۍ ښـــــه ده

 

 ځــــان بـــه هــله شـــى مــې ځـــان 

،شـى چې د وطن قربان 

ســتوری د پـردۍ بـنـګلـى نــه دا خپـلــه كـــيـږدۍ ښه ده

(ډاکتر کبیر ستوری)

-
بېرته شاته