(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[10.Feb.2020 - 15:20]

طنزونه/محمود نظری 

پمپ کراسي زنده باد 

غله د امریکا په زور راغلي د  جهاد نارې وهي

هر پست یې بیا دغر او شمشاد نارې وهي

دا چې دلته راغلې د درواغو  ډیموکراسۍ ده

چې پر هر یوه زور راسي ډ یموکراسۍ برباد نارې وهي

ځنګل کې تر هغه  کراره کراري ده چې ځناور آزاد وي

چې د یوه په کولمه کې بند سي د ګرد کراسي باد نارې وهي

په دوړه کې دوطن دوست او دښمن کله مالومیږي 

دښمن چې دهغه په ګټه وي ورته د زنده باد نارې وهي

چې دهر خاین  نارواګټو ته څوک ګوته ونیسي

هغه وطن دوست ته  بیا سبا د مرده باد نارې وهي

دغلطي ډیموکراسۍ نبض دې خلکو ته ښه مالوم دی

چې موټر یې پنچرسي بیا پمپ کراسي زنده باد نارې وهي

قانون لکه ګېند څو نفرو لنډغرو په منګولوکې نیولی

هر قانون ته په ملنډو  دا دی بل کاغذ باد ناري وهي

تر کله به دې ملک کې کراسي زنده باد کراسي مرده باده وي

ترڅوبه دا خوار ملت د هر زورور د پوف کراسي بادنارې وهي

دلته د ښه سړي او وطن زنده باد له منځه تللی  دی

هر ګوند یوازې زما زما د خړس کراسي زنده باد نارې وهي

..............

 

د واک وږي 

دا د واک وږي په  پښو کې دهر بد مقام پرېوځي

دپخیدو لپاره لکه کیله دبوټو ځای کې دهر حمام پرېوځي

څوک چې یو وار دې وطن  کې د واک خماري سو

هغه بیا ان کړنګ ته د ساز دهر تش جام  پرېوځي

دټولو  روږدو سترګې د بیا واک لپاره ړندې دي  

که بل څوک پیدا نه سو پښو ته دهر خرناکام پرېوځي

که بې د واک لپاره سم رهبر بیا هم پیدا نه کړ خوار

هغه بیا پښو ته دیو بل واک وږي بد نام پرېوځي 

داسې لیونیان هم دې وطن کې خورا ډیر دي

چي خپله ښه پوه خو پښو ته دهر خر فهم پرېوځي

مذهب او دین یې دیوه مالوم نه دی هغه چې 

پښتو ته د هر پست ربی، پانډیت ،امام پرېوځي

چې په سیاست یې سر نه خلاصیږي یوه ذره

ان د واک  لپاره پښوته د لوی یهود ي زمام  پرېوځي 

که يې ژوندی انسان پیدا نه کړه بیا هم

 لکه هندو پښو ته  د خټین  بت یا رخام پرېوځي

هغه چې واک نه، یوازې  اباد  دا د اشغال  وطن غواړي

هغوی خواران بیا  پښو ته د  سم سرسام پرېوځي 

هغه پوهان چې دهیڅ  لیوني پسي رهي نه دي

بېرته شاته