(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسماعیل اړم

[06.Jul.2020 - 13:23]

دوتلی  شاعر ښاغلي اسماعيل اړم پتیار داشعرونه

د حبیب الله غمخور لیکنه

 

نه به دا ‌‌‌‌‌‌ډيورن زمونږ شې ،نه به لوی افغانستان شې

هسې ګوړه ګوړه وايو، نه به دا پښتونستان شې

بریتور او شملهq ور به خاورې خاورې شې په سيمه

ما به ورک کړې له پيړیو، راژوندی به پاکستان شې

دغه لوبه خونړۍ ده،ځکه يو پښتون بل وژنې

تر قیامته مو دا کار دی،ورور په ورور لاس او ګریوان شې

لر به لر وې،بر به بر وې،د نفاق له بدې ورځي

دا شهید دی بد نصیبه،نه بی حورې نه غلمان شې

پاکستان کله آزاد دی،دا هیواد هیڅ خپلواک نه دی

دا له اصله انګریزان دې،انګریز کله مسلمان شې؟

ما په تمه د جنت رانه تورمخی داعش جوړ کړې

رانه جوړ تالب ،رهبر کړې،رانه جوړ ابلیس شیطان شې

ما حصار کړې له مکتب نه،معلم مړ ښوونځۍ سوځي

دا پښتون نو راته وایه، دا به کوم وخت کې انسان شې؟

ما د حق په غوښتو وژنې،دا بې دينه ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیان دې

کله دار ته پښون جګ کړې ،کله بند په تور زندان شې

پرې چې نسل مو تباه شې ،له ببننګه ژوند مرګ ښه دی

پښتنو تاسو ته وایم،پښتون کله په آمان شې؟

ستا مشران کله مشران دې،چې يو موټی درنه جوړ کړې؟

ته خبر نه يي له ځان نه پښتون خرڅ په يو غران شې

دغه لار د سړیتوب ده چې لاسونه سره یو کړې

بیا به هله پښتون پوه شې،چې سرټيټی په ګریوان شې

زه اړم په مرګ راضې یم ،د ځان نه ،په مرګ د تاسو

د نفاق له وجې هریو د دار سرکې آویزان شې

داسې نه غواړم هیڅکله چې نسلونه مو تباه شې

دا مې هیله لوی آرمان دی،چې پښتون لوړ په جهان شې

ما پتیار دې اوريدلې،ننګیالې دې دا دوه کاره

یا به وخورې ککرې ،يا به د حق لار کې کامران شې

اسماعیل اړم پتیار

د اپریل درې ېمه دوه زره شلم ع م

ملبورن استرالیا

وخت د سهار درې بجې

 

ډاکټر لطیف یاد ښاغلی اسماعیل اړم پتیار صیب  داسي راپېژني :

د ۲۰۱۶ ز کال ددسمبر ۱۷   

 زما دفیسبوک ملګري اوفرهنګي شخصیتونه

 دخپل فیسبوک په ملګرو کې نن تاسو ته یو بل فرهنګي شخصیت درپيژنم چې هم ښوونکی و ، هم هنرمند دی هم ریالیست شاعر او لیکوال او هم دیکلیماتور.دغه څوبعدي شخصیت ښاغلی اسماعیل اړم پتیار صیب دی.

ښاغلی اسماعیل اړم پتیار په ١٣٣٠ لمریز /لیږدیز كال کې د لغمان ولايت د الينگاردښکلې درې د كټل د كلي په يوه متد ينه كورني كي زيږيدلى دی . ده خپلې لومړنۍ زده کړې دخپل کلي په < -
بېرته شاته