(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منظور نوم

[22.Jul.2020 - 15:02]

منظور  نوم د یو تحریک دی

منظور نوم د یو مرام دی

منظور ننګ د پښتون قام دی

منظور نوم د محبت دی

منظور نوم د حرکت دی

منظور نوم دیو پیغام دی

منظور نوم د احترام دی

منظور نوم داخوت دی

منظور نوم د ورورولۍ دی

منظور نوم دخپلواکۍ دی

منظور نوم د یو توپان دی

منظور نوم دجاودان دی

 

واورئ اې  پښتنو واورئ

منظور ستاسو په کاروان کې

د پښتون قام امانت دی

ده په هره یوه ساه کښې

د وطن  ټپه ده کړې

ده دخپل ولس لپاره

زحمتونه دې ګاللې

 

نو واورئ اې پښتنو واوري

دا د هر یو پښتون ویاړ دی

دا یو داسې شخصیت دی

چې بس نوم د سړیتوب دی

 

ای زما د قام وګړو

ای زما د پاکې خاورې

لامحدودو خایستونو

نن احساس راته دا کیږي

چې دا ستاسې په سینو کښې

څومره ډیر زیات محبت دی

 

بس یو سوال درته کوومه

چې قامي وحدت لپاره

د وحدت لارې کړئ خپلې

دا بې ځایه تربګنیانې

نفرتونه دښمنیانې

واړه هیرې کړئ ملګرو

چې زمونږ په دې هیواد کې

دسکون سپرلي خواره شي

...................

ېادونه :دا شعر ښاغلي لاېق زاده لاېق زما پلار ارواښاد کبیر ستوری ته لیکلی وو، زه یې یو څو بندونه منظور پشتین ته ډالۍ کوم. له لاېق صیب مننه

-
بېرته شاته