(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجېلخانې خوب

[22.Jul.2020 - 15:28]

د جېل خانې خوب

خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي مانا

پروت یم سر مې اېښی د خپل یار په زنګانه

.

خوب وینم چې پورته په هوا لکه د باز شومه

کښېناستم په بام د محمود ، سترګې د ایاز شومه

پورته د خاموش زړګی نه خوږ د مینې ساز شومه

خرڅه مې په حورو کړه د ډمو زمانه

.

خوب وینم چې ناست یم د جیندي په یخه غاړه

شاه مې سوېلو کښې لکه سره شمع ولاړه

سرې شونډې مسکۍ شوه ما ته یې وې چې ژاړه ژاړه

څښه دې د زړه وینې، دا شراب دي مستانه

.

خوب وینم چې باغ دی د ګلونو او ماښام دی

سرې سترګې ساقي، د ساقي سرو ګوتو کښې جام دی

لاس په ستار پروت، لېونی مست لکه خیام دی

اړوي پرې نرۍ نرۍ د مینې افسانه

.

خوب وینم چې سپینه سپوږمۍ پاس په خندا راغله

ما له محبوبه په شرم شرم تر خوا راغله

شونډو کښې شراب او په کوکۍ کښې قضا راغله

سُور خمارې راکړه پیمانه په پیمانه

.

خوب وینم چې پټ شوم په نسیم کښې بهر لاړمه

خوا له د جانان لکه د مینې نظر لاړمه

سترګو د دلدار له لکه خوب د صحرا لاړمه

یو شړنګ کښې مې لوټ کړه د عمرونو خزانه

.

خوب وینم چې زه لکه لولکه په سېل ووتم

پورته د نرګس نه شوم په خوا د رامبېل ووتم

تاو د سپینې غاړې د لیلا په امېل ووتم

پټ مې ورته ووې سلامونه جانانه 

.

خوب وینم چې پورته لکه چغه د منصور شومه

یا یو موټی خاوره وم یا لوی دریاب د نور شومه

خو بانګ د سهار وشو زه راویښ شوم، کر او کور شومه

خوب یووړه خوبونه، راژوندۍ شوه زمانه

وایي پرېوځه لېونیه! تېروه دې جېل خانه

د جېل خانې خوب

حیدراباد جېل

۱۹۴۸

د غني بابا کلیات

مخ - ۴۷۱

-
بېرته شاته