(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بېلابېل

[22.Jul.2020 - 15:59]

.

سوځم په انګار، د لیرې لیرې نه

خاندي راته يار، د لیرې لیرې نه

.

ځار دې د اقرار د بې لوزۍ نه شم

وكړې چې انكار، د لیرې لیرې نه

.

ګوري په ارمان، زما غاور جنون

نن رسن او دار، د لیرې لیرې نه

.

تېر مې شو نظر ورته نژدې نژدې

ومې كړ ديدار، د لیرې لیرې نه

.

ناز كوي، ادا، مسته نخرې كوي

اخلي مې ازار، د لیرې لیرې نه

.

ستورو وكتل ما ته او ما لارې ته

تا ته انتظار، د لیرې لیرې نه

.

باغ ته د اميد ساحره رانغلو

تېر شولو بهار، د لیرې لیرې نه

.

.

لوز = ژمنه، وعده، لوز، ژبه، قول، عهد، لوز د لفظ ویي مفغن دی

بې لوزۍ = لوز ماتی، ژمنماتی، وعده خلافۍ، بد قولۍ ، پیمان شکني

غاور = ۱) ډاډه، زړه ور ۲) ویاړن، غرور کوونکی، متکبر

جنون = لېونتوب

رسن = رسۍ، مزۍ، پړی

دار = تېزندۍ، زندۍ، زیندۍ، راکوړۍ، غرغره، سولۍ، پانسي

ارواښاد ساحر اپریدی

پایزیب، مخ - ۳۴

........................................................

 

 

.

سوچه سوچه، راڼه راڼه، صفا بغاوتونه

دې ښار کښې لیدی کېږي نن سبا بغاوتونه

.

د سپینې پېنڅې خانه! ستا تک تور فکر یې شنډ کړ

ځوانانو چې شروع کړل په رڼا بغاوتونه

.

زما او ستا کیسه بس هم په دې کښې نیمه خوا ده

څه ستا بغاوتونه، څه زما بغاوتونه

.

د فکر شمعې بلې شوې، ذهنونه منور شوو

دې خلکو چې شروع کړل، له بلا بغاوتونه

.

زه هره شپه، په خوب کښې، د وطن آزادي وینم

زه هر وختې کومه څه نا آشنا بغاوتونه

.

د ظلم مجسم شکل ښکاره دی نجیب زېریه

پښتون باندې واجب دي خامخا بغاوتونه

ښاغلی نجیب زېری 

۲۶ فروري ۲۰۲۰

........................................................

 

 

.غزل -

.

چې بې له تا یې بل تشویش او بل وسواس نشته

دا د زړه کار دی، د زړه کار کې زما لاس نشته

.

موږه مجبور، خپلې څرمنې تاته ګرو درکړو

موږه مجبور، زموږ په تن باندې لباس نشته

.

ما ترې زما په هکله وپوښتل چې څنګه یم

هغې ویل زما له لېونو سره تماس نشته

 

چې به مې زړه ورسره ښکته پورته ، ته راته

په تورو سترګو کې دې هغه ټیټ و پاس نشته

.

یا په محفل کې هغه نشته یا مې زړه نشته

یا خو شراب نشته یا ما سره ګلاس نشته

.

زړه ته مې زور ورکړه چې بېرته په خپل حال راشم

له ما نه ورک دي، ما سره زما حواس نشته

.

جانِ جلاله هر یو لفظ دې دی غزل غزل

افسوس چې دې وطن کې څوک غزل شناس نشته

 

ښاغلی جلال امرخېل

........................................................

 

 

 

د وړو وړو خدایانو دې بنده کړم

مخ - ۱۸۳

.

ستا ورستې ورستې خبرې، ستا چغزي چغزي انداز کښې

څه بې مثله موسیقي ده، زما مینې، ستا آواز کښې

.

خپل مین مې ناصحان شول، ستا له مینې مې جارباسي

هېڅ تمیز کولای نه شم په غمخوار او په غماز کښې

.

راځه کښېنه ملاجانه د انجام خبرې پرېږده

لږ په دې باندې مې پوه کړه زه وم چېرته په آغاز کښې

.

پرستار یمه د حسن چې هر څه کښې را احساس شي

که رخسار وي د ګلرخو، که نغمه کښې وي، که ساز کښې

.

زه د څه لپاره راغلم، کوم کردار یې راپېرزو کړ؟

زه د هېڅ نه خبر نه یم دا کیسه ده ټوله راز کښې

.

چې رندانو سره کښېني د مجلس آداب هم زده کړي

یو اجلاس داسې پکار دی د ملا صاحب اعزاز کښې

.

حقیقت او مجاز څه دي د ګل پاڼې دوه مخونه

د سلیم خبرې واوره حقیقت وایي مجاز کښې

.

.

ورسته = د وروست ښځینه (موث) بڼه (شکل)، ورسته لکه زړه ، خراب، فرسوده

چغزۍ = جغجۍ، چغچۍ، د غوز (اکوړ) او بادام هغه برخه چې خوړلې کېږي، د بادام مغز، د غوز مغز 

مین = عاشق، شیدا

ناصحان = نصیحت کوونکي

جارباسل = منع کول، واپس کول

غماز = خبرغل، خبر وړونکی، مواس، چغلوز، چغلي کونکی، شيطان

غمخوار = زړه سواند، زړه سواندی، خواخوږی، غمخور، لسوز، همدرد

پرستار = مینوال

-
بېرته شاته