(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جومات

[07.Aug.2020 - 15:14]

هله جومات مو مناره نه لري

په کې ماشوم څونډی سپاره نه لري

 

هله میله د راکټ کور نه راوړه

ورانه دېره مو کټاره نه لري

 

راشه دا لس گوتې کړو لس بزغلي

د زړه پر للمه چې باران ووري

 

که له آسمانه څاڅکي نه پریوتل

اوبه به ورکړو اوښکې څاڅکي څاڅکي

 

د ټوپک ماته شپیلۍ وشرنگوه

د توت پر شنه څانگه یې ونڅوه

 

چې ښوونځي ته ترې ټالۍ جوړه کړو

هله گولۍ د ټانگ راوځړوه

Abdul Ghafoor Lewal

-
بېرته شاته