(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شړشم

[07.Aug.2020 - 15:17]

د غني بابا ډير په زړه پورې غزل

اوس هم په کلي کښی شړشم خلک کري او که نه؟

د شنو پټو نه  د سپرلو  خوشبوي  راځي او که نه؟

 

ټوله  ميره  به  زمونږ  چيغې  ته  خاموشه شوله

اوس په کښی هم څوک ليونی ټپې کوي او که نه؟

 

هغه  حجره  چې  د  ملګرو  په  خائست ښکلې وه

اوس په کې هم د نيمو شپو ناستې کوي او که نه؟

 

د  ډير  اخلاصه  به  يې  اکثر  په مسافر جنګ شولو

چې اوس  هم  هغسې  ميلمه  خلک پالي او که نه؟

 

کاکا  به  ټول  واړه  راټول  کړه  د  اختر  په لمانځه

روپئ دې ورکې شي خو اوس هم داسې دي او که نه؟

 

غني  د  تير  وخت  دومره  ډير  سوچونه څله کوې

بس دې  ويده  شه  ليونيه  خوب  درځي او که نه؟

-
بېرته شاته