(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[14.Aug.2020 - 14:27]

څوک ليونۍ په شاړه شاړه او يوازې لاړه

           لاړه د سين په غاړه  غاړه  او يوازې لاړه

 

           غاړه غړۍدواړه يوځايې په مينه مينه روان

           څنګه ناساپه بيل شو دواړه او يوازې لاړه

 

           لکه سپوږمۍوه خو د غم تندر نيولې وه څوک

           تر اوسه  دلته  وه  ولاړه  او يوازې  لاړه

 

           دغه چې هر څوک وو خو زړه يې په سينه کې نه وو

           چاته يې وې چې ژاړه ژاړه او يوازې لاړه

 

           هغه جوړ ډېره تنګه کړې وه د کلي خلقو

           چاته يې هم ورنه کړه غاړه او يوازې لاړه

 

           اوس کفاره کې هره ورځ قمره هلته ځمه

           هغه چې ماته وه ولاړه  او  يوازې  لاړه

اختر حیات قمر

-
بېرته شاته