(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولسي شاعر

[14.Aug.2020 - 14:34]

دپښتوژبې ولسې شاعر محمدنور

--------------لیک: ډاکتر لطیف ېاد----------------

 

محمدنور دافغانستان دلغمان دسیمې مشهور ولسي شاعر تیر شوی دي .دلغمان اوننګرهار دسیمو زیاترو پښتنو سندرغاړو دده شعرونه زمزمه کړي دي . محمد نور دمحمد میر زوی او دطالب لمسی دی چې په ۱۲۵۳ لېږدیز /هجري کال داوزبین په سیمه کې زیږیدلی دی اوبیا لا وړوکی ماشوم و چې کورنۍ یې دلغمان ولایت دالیشنګ ولسوالۍ دغازي اباد کلي ته راغلّه او دوی هماغلته میشته شول.

وروسته دده کورنۍ او دی دغازی اباد دکلي نه دلغمان مرکز دمهترلام ښارته وکوچیدل او هلته دستر ستانه او روحانی سلطان غازی بابا دمزار تر څنګ دسلطان غازي بابا په بانډه کې میشته شول.

محمد نور دافغانستان دواکمن امیر شیر علي خان دواکمنۍ په وخت کې ځوان و او بیا د امیر عبدالرحمان خان دواکمنۍ په وخت کې په پوځي خدمت کې شامل شو.ویل کیږي چې ده دمیوند تاریخي جګړې واقعات په خپلو ستر ګو لیدلی وو.

محمد نور یو داسې شاعر و چې لیک او لوست یې نه و زده ، نوموړی په ۱۳۳۹ لیږدیز /هجري کال په خپلې بانډې کې وفات شوی دی او دلغمان دمهترلام ښارته څیرمه خاوروته سپارل شوی دی .اروادې ښاده وي !

دا هم دلیلی او مجنون دمینې په اړوند دده یو شعر تاسو ته ډالۍ کومه :

زه یم مجنون له تا به ډیره شمه خوشاله

ماته لیلا دزلفو بوی راوړ و شماله

مجنون ویلې ته کوچۍ زه شهزاده یمه

نوم مې دی قیس باچازاده یمه

زما اوستا یاري خو شوې بې دلاله

ماته لیلا دزلفو بوی راوړ شماله

لیلا ویلې ای زمایاره مجنونه

خواته مې راشه جګر خونه

چې یوه سبینه خولګۍ درکړمه ملاله

ماته لیلا دزلفو بوی راوړ شماله

نه شوم ملا نه شوم فقیره

نه دامنګیر ددستګیره

څه دي حا صل کړه محمدنوره بې کماله

ماته لیلا دزلفوبوی راوړ شماله

https://youtu.be/Tbu0_xymUHw

-
بېرته شاته