(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شاهین نظر

[14.Aug.2020 - 14:42]

شاهین نظر : 

               فضل مولا (توره کی) 21/6/1394

شاهین نظر دې زلزلې په هر پرنګ راوړي

ستا قربانۍ به عاقبت د فتحې رنګ راوړي

 

چې د ملالې تاریخ بیا ببا تکراریږي په کې

مؤمن زلمي دې سر آسمانه پورې دنګ راوړي

 

د (برایډن )او (ګروموف )تاریخ لیکلی پروت دی

څنګه به نه تښتي،ځوانان چې پرې غور ځنګ راوړي

 

شیر شاه سوري او خوشحال خان زامن دې شته وطنه

له کټه پرېوزي چې پرې باد د تورې شرنګ راوړي

 

چې د غلیم شوبلو جهازونو سره غېږې نیسي

د آزادۍ ناوې به هغه تر پالنګ راوړي

 

د وطن پېغلې مې نکریزې په لاسونو نه ږدي

خپل سپین لاسونه د غلیم په وینو رنګ راوړي

 

مکار دښمن د عدالت او آرامۍ په نامه 

زمونږ کورونو ته غمونه راوړي جنګ راوړي

 

چې حاکمیت له امت وتروړي غلام یې جوړ کړي

د عقل غل ورته شراب راوړي او بنګ راوړي

 

له پلار نیکه مو میراث وړی( توره کیه ) اشنا

بیا ځلې۔۔۔۔۔

لوی او واړه به د ابلیس رجم ته سنګ راوړي !

-
بېرته شاته