(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپک خلک

[14.Aug.2020 - 14:49]

چرته د سپکو خلکو سپکه  لہجه..

چرته  درانه  خلک  درنې  خبرې... 

چرته  د لنډے  لارے  لنډ   ملګري..

چرته اوږدے لارے  اوږدے خبری...

 

 

چېرته د سپکو، سپکه سپکه لهجه؟

چېرته درانه خلک، درنې خبرې؟

 

چېرته د روغې لارې، روغه ژبه

چېرته کږې لارې، کږې خبرې؟

 

چېرته د غيرو سختې سختې کیسې

چېرته د یار پستې پستې خبرې؟

 

چېرته د ګرم سنګر، ګرم یاران

چېرته ساړه خلک، سړې خبرې؟

 

چېرته له خېټې فتواګانې ترخې

چېرته د خدای، رسول خوږې خبرې؟

 

چېرته زموږ،  دا نوی  نوی کردار

چېرته  د  پلار،  نيکه  زړې خبرې؟

 

چېرته د لنډې لارې، لنډ ملګري

چېرته اوږدې لارې، اوږدې خبرې؟

 

چېرته دا ستا دا لويې لويې وعدې

چېرته  زما،   وړې   وړې  خبرې؟

 

چېرته مې زړه ته وردننه شولې

چېرته مې زړه نه راوتې خبرې؟

 

چېرته دې ژوند ته زه پرېیښی یمه

چېرته مې مرګ ته هم لرې خبرې؟

 

چېرته د یار، دا وچه وچه ژبه

چېرته د "سیند" لمدې لمدې خبرې؟

ـــ

ضیاءالحق سیند

-
بېرته شاته