(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ما احتجاج کړی دی

[14.Aug.2020 - 14:50]

ما احتجاج کړې دي

 

پر هر قدم پر هره لار ما احتجاج کړی دی

 ستا پر هر ظلم پر هر کار ما احتجاج کړی دی

 

څوک ملګري کوي که نه زه يې حتماًغواړمه

 دا خپله خاروه خپل اختيار ما احتجاج کړی دی

 

لالا زما د بچو غم به خورې که نه را لمه

 ځم پرې کوم دا ازغن تار ما احتجاج کړی دی

 

په څو يې خرڅ کړو پر دښمن زه ترې حساب غواړمه

 تر غاړه نيسم خپل سالار ما احتجاج کړی دی

 

د ترهګرو شا ته لاس دی د وردۍ خبر سئ

 پر دېوال كاږم دا شعار ما احتجاج کړی دی

 

زما په مذهب کي ناروا ، ستا په مذهب کي روا

 د يوې پېغلي پر سنګسار ما احتجاج کړی دی

 

ارمانه دغه بې ضمیر ولس ته ناري وهم 

 د قام ناتار، دقام ناتار ما احتجاج کړی دی

 

ارواښاد ملی شهيد ارمان لوڼی

-
بېرته شاته