(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امن کښتۍ

[14.Aug.2020 - 14:55]

د امن کښتۍدروېش دراني 

 

جنګ له موږه موږ له جنګه یو ډېر ستړي

پر یوه ځای مو تیر کړي دي دیرش کاله

وخت بدلیږي زیاتي امن را روان دی

په وطن کې یو مونږ ټول ورته خوشحاله

راوهي په سمندر کې خپله لاره

په اوبو کې یې کښتۍ لکه نهنګ ځي

هم توپان په ادب اړوي تر مخه

هم څپې لار ورکوي او ترې په څنګ ځي

په کښتۍ کې یې چې دی ځای پر ځای کړی

تر حد زیات د ارزښت وړ هغه سامان دی

په وطن کې یو مونږ ټول ورته خوشحاله

وخت بدلیږي زیاتي امن راروان دي

 

راخیستي یې دي، ډیر له سوغاتونو

چې راډکې کړي زمونږ تشې لمنې

چې یې تن سوری سوری دی پر ګولیو

پر هغو به کړي پیرزو روغې څرمنې

کړي لویان به څراغونه ترې ترلاسه

ماشومانو ته به ورکړي قلمونه

چې زمونږ په نیکمرغي خواشیني کیږي

هغه چا لره به راوړي ډېر غمونه

لکه مور چې پر اولاد وي مهربانه

دی پر مونږ باندې دغهسې مهربانه

په وطن کې یو مونږ ټول ورته خوشحاله

وخت بدلیږي زیاتي امن راروان دی

 

راروان دی خو پردې نو خبر نه دی

چې دا خاوره ده پر وچه کې راګېره

د یوه لا هم زړه نه راباندې سوزي

چې تر مونږ کوم هېوادونه دي چاپېره

تور نصیب راسره کړې ده دا لوبه

لرې کړی یې له موږه سمندر دی

پروت ترمنځه مو یو یا بل پردی وطن دی

پر څلور طرفه هر ځای چې بندر دی

د دا هسې رقیبانو له سببه

سمندر رانه جلا لکه جانان دی

په وطن کې یو مونږ ټول ورته خوشحاله

وخت بدلیږي زیاتي امن راروان دی

 

راروان دی خو په دې نو خبر نه دی

چې تر موږه راتګ څومره خواري غواړي

چې زموږ ملک ته څوک شی راوړي دننه

له پردیو به هغه راهداري غواړي

چې کوم شر وي له کوم څیز سره تړلی

هغه مومي اجازت ښه په اسانه

خو چې موږ ته یې څه ګټه رسېدای شي

د هغه راتېرول وي ډیر په ګرانه

او د امن په کښتئ کې چې کوم مال دی

په هغه کې خو بیا دوی ته سخت تاوان دی

په وطن کې یو موږ ټول ورته خوشحاله

وخت بدلیږي زیاتي امن راروان دی

 

راروان دی دا دی راغی تر منزله

په بندر کې دا دی شو لنګر اندازه

ټول سامان او رنګ په رنګ سوغاتونه

دلته دی کوزول غواړي له جهازه

خو واکمن د دې بندر ورته دا وايي

چې دا تا خو رابار کړې تشه مینه

اجازت نشته د ژوند چې څوک یې یوسي

افغانانو ته ځي له دې ځایه مړینه

کرکه راوړه زهر راوړه که دا نه وي

نو د دې تګ دی نا ممکن تر حده ګران دی

په وطن کې یو موږ ټول ورته خوشحاله

وخت بدلیږي زیاتي امن راروان دی

 

راروان دی خو پوهیږي نه چې څنګه

ځان راورسوي دی زمونږ تر خاورې

که هر څو چیغې وهي داسې څوک نشته

چې لار ورکړی او د ده خبره واوري

وس کوي خو مګر هیڅ وار یې نه جوړیږي

چې راوباسي خپل ځان تر سمندره

په دې هیله چې څه لاره به پیدا کړي

له یوه بندره ځي تر بل بندره

مګر لاره ده چې نه ورځي په مخه

که هر څو ورپسې دی خوار سرګردان دی

په وطن کې یو موږ ټول ورته خوشحاله

وخت بدلیږي زیاتي امن را روان دی

 

دروېش درانی

-
بېرته شاته