(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کسیه او شعر

[15.Aug.2020 - 15:03]

لیک: سید عبیدالله نادر

د فیسبوک د ملګرو څخه اخیستنه او د پښتو ادب په اوړو کې اغیږلي شوي ،لنډه کیسه د حضرت شیخ فریدالدین عطار رحمت الله علیه د تذکرةاولیا څخه

یو ځوان غل د احمد خضرویه کور ته د غلا د پاره ولاړې ، ډیر وګرځید ،خو هیڅ شی هم پیدا نه کړ ،غوښتل یې چې په ډیر ناامیدۍ او نا هیلۍ سره بیرته وګرځي ،چې ناڅاپه شیخ احمد خضرویه ورباندی ږغ وګړ ، او ورته یې ووئیل :چې دا سطل واخله او د څاه څخه اوبه وباسه او اودس وکړه ،او ځان په لمونځ او عبادت بخت کړه ،ترڅو مګر سهار شي ،او یو څه د لارې نه ورسیږي ،تر څو تا ته یې درکړم ،چې د دي کور څخه په خالي لاس اونا امیده و نه ووځي ، ځوان غله د څاه څخه اوبه راوکاږلي ، اودس یې وکړ ،لمونځ یې ادا کړ ،نو ورځ شوه ،د شیخ احمد خضرویه  د کور دروازه وټکیده ،شیخ دروازه خلاصه کړه ،یو څوک را ننوتۍ ،او وروسته د کښیناستو څخه یې ، د شیخ مخي ته یې یوه کڅوړه چې ۱۵۰دیناره په کښی وو ، د تحفی په طور کېښودۍ،  او وې وئیل دا ډالۍ صرف جناب ِ شیخ ته ده ، شیخ احمد خضرویه خپل مخ د ځوان غله و خواته راواړاوه ،او وې وئیل : دا ټولي دیناری واخله او دا ستا د یوې شپی د لمونځ او عبادت ډالۍ ده ، غله د عبرت ټکان وخوړ ،د دې صحنې لیدل یې حالت بدل کړ ،او د بدن پر غړو یې لرزه حاکمه شوه ،او په ډیر ژړه غونۍ آواز یې شیخ ته ووئیل : تر اوسه زه په خطا لاره روان وم، یوه شپه می د خدای تعالی د پاره او د خدای تعالی په لاره کې تیره کړه ، او لمونځ می وکړ ،خدای تعالی دومره زما اکرام او قدروکړ ،او زه یې بی نیازه کړم .نو ما پر ځان قبوله کړه ،تر څو تا سره و اوسم ،او د صواب لاره زده کړم ،د زرو کڅوړه یې دو باره د شیخ مخي ته کېښوده ،او د شیخ د مریدانو په جمله کې شامل شو،

 

 

 

سید عبیدالله نادر

................................

د وطن حال                  

خیالي خیالي ګــلونه ،له دې چمــنه ځــــــیني ووځي

ته به وایــي چې هوســۍ دي ، له ختنه ځیني ووځي

کارغــان نیــــسي ځــــایونه، د ګــلونو ،په چمن کې

د مستو ترانو مرغان ،له ګلــــشنه ځـــــیني ووځــي

د خیرن ضمیر باطن مخلوق ،په سپینو جامو بریښي

خو آرام او قـــرار وینم ، له وطـــــــنه ځیني ووځي

هغــه روح د معنویاتو ، چــې یي عرش ته رســـولو

اوس په خپلو ســترګو وینو،له بدنه ځــــــیني ووځي

مړي هم په هــدیرو کې ، په ګــورو کې آرام نه دي

د وطن په حــــــال غمجن دي ،له کفنه ځیني ووځي

رَم ســرشته غزالانــو،د وحــشت ویره احساس کړه

له زرغون ورشـــو نه تښتي ، له دمنه ځیني ووځي

چــې یــې زړونه ول بیداره ، بلبلانو په نــــــوا کې

په زړه پوی صاحبدلان ،له باغ و بڼه ځــیني ووځي

نور د صــبر طاقت نشــته ، مسیحا زمونږ د رنځه!

روح مو ډیر دی ناقراره ،اوس له تنه ځـیني ووځي

سید عبیدالله نادر

-
بېرته شاته