(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[26.Aug.2020 - 20:33]

طنزونه/ محمود نظری

 

رنګ باران

زموږ دښمن نه تورپنجابي دی

نه مودښمن سور روسي دی

پر موږ د انساني رنګونو باران دی

نه موهمدا دښمن ژیړ امرکایي دی

هیڅ دښمن نه لرو په دې دنیا کې

زموږ بې رنګي زموږ دښمن  ازلي دی

ټول انساني رنګونه مو خوښ دي

مګریرغل ګر تل ببر پر  افغاني دی

دواک وږي پر چیچو غاړه هر رنګ راوړي

مورپلورنکی زموږ دښمن اصلي دی

 یو لاس د پيازي نیولی بل د شیرچائي

هغو ته دا اکت د رنګ دوستي دی

له بېسواده که دبا سواده ګیله وکړو

ملامت  نه الوانی نه زنګالی نه  لاجوردي دی

هر څه مو د خپلو مور پلورو د خوله او لاسه

هر غل اومورپلور مو په نوم د جهادي دی

هرمور پلور موسي پردي مستو سپو ته سپیمه

دسپو  مخي  ته ولاړ ډبره په لاس اصیل افغاني دی

سپي دوه لري دوه پورکړي لکه یوغۍ مخ په هوا تښتي

بیا یو بل راځي د لاس یې ټینګ نیولی تورباڼجاڼي  دی

چې د چور لپاره ځان مجاهد بولي هغه مورپلور دی

هغه غل غدو غلام د پيازي  هم لعلي هم اناپي دی

ترکله به دا مورپلور په دې رنګونو زموږ بیرغ ټپلي ټپلي کوي

ایا واک پر افغانانو لا پاته دبرګ ، اسماني او نسواري دی  

عجبه وخت سو چې ژیړ  کېشه کړې دبل په چېچو سور راځي

لا دهر مورپلور  دباسیکل پر کونجوغه  ولاړیو خړسوپري دی

راځي چي خپل  تور ،سو ر او زرغون  رنګ په سرو وینو وساتو

څوک چې نور رنګونه غواړي  هغه اقغانانو ته لیمویي دی

سوپری (مفعول 

.................

څوک په خوله د ملا نه کوي!؟

 

په نوي اساسي قانون کې غل هغه دی چې غلا نه کوي

ښه مسلمان هغه دی چې په خوله د طالب ملا نه کوي

حرام او حلال کارونه سره ګډ سوي  دي دې وطن کې

ښه جهاد هغه دی چې مسلمان یې في سبیل الله نه کوي

ښه کارونه په دې ملګ کې لکه د دوبي وریځ په اسمانو ګرځي

داسې بدکړه ان مادر زاده او اصلي شیطان او هېولا نه کوي

عوام وژنه   شکول اولوټ روان دی هر چیري چلیږي لکه هوا

داسې کارونه چې بسلمانان کوي  ان  هغه  د اسلام بنګولا نه کوي

هغه چې وي د دې وطن د دښمن ته لاس په نامه ولاړ غلام

داسې په نامه مشران د خلکو په غم درد  ژړا انګولا  نه کوي

دلته هر واکمن له هوا بې اودسه او جنوب راځي له بهره

څکه یو يې هم په ښه کار اعو‌‌ذ بالله  بسم الله نه کوي

دې ډیموکراسي داسې بیزو واني په عوامو خلکو وکړل

چې پر ښکلي ناوې یې توره  شپه ان تک تور شابالا نه کوي

غلو داسې حال په دې وطن راوست لکه مچخ په کښت او ونو

چی د زرو کالو  ټنبه یي دننه ان په بیت الخلا نه کوي

-
بېرته شاته