(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.09.2020 انجنیر

[03.Sep.2020 - 14:48]

انجینیر صاحب ته

 ته بابا د راکټونو 

د بې شمیره پاټکونو 

.سوداګر وې په دې ملک کې

د درنو، درنو، سرونو 

 

نه شاهي ستا خوښیدله 

نه دي خوښ بیا جمهوریت و

د پردو په اسپه سپور وي 

سرو کار دي بغاوت و 

 

د وطن په بربادۍ کې 

چنګیزیان درته عاجز و 

دومره زهر و ستا فطرت کې 

چې ماران درته عاجز و 

 

ستا په سترګو کې یو خوب دی

چې صاحب د ټول اختیار شې 

ارګ دي لاندي تر قدم شي 

ته د درست ملت سر دار شې 

 

په زړه ذکر د قدرت کړې 

په خوله وایې ایتونه 

 مداري رنګه بدلیږي 

ستا رنګونه او قولونه 

 

محترمه! ځان خبر کړه

اوس بدله  زمانه ده

ځلیدلې په دې خاوره

د پوهنې پلوشه ده 

 

څوک رهبر څوک سودا ګر دی

خلک ښه په دې پوهیږي 

د پردي جرس زنګونه 

دې کاروان کې نه ځایږي

 

د لته اوس چې څه مطرح دي 

هغه لوی افغانستان دی 

له هر رنګ تبعض نه  لري 

په هر قوم جوړ ودان دی 

 

که زما منې صاحبه

پیروان د زمانې شه

یا بیا حج وکړه حاجي شه

زیاتي تېر له دې کیسې شه

-
بېرته شاته