(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.09.2020 کلونه وشول

[03.Sep.2020 - 14:50]

۔۔۔۔۔۔( کلونه وشول د دے سوال په جواب )۔۔۔۔۔

 

کلونه وشول د دے سوال په جواب

ما هر کتاب او کتابون وکتو

 

مندر ګرجه او کليسا ته لاړم

آمام بار ګاۀ کے مے هم ناسته وکړه

 

ما ويل کيدے شي چے کعبه کے نشته

مسله حل په بت خانه به مے شي

 

تورات انجيل زبور قرآن کے نۀ وو

ويد  مے هم لفظ په لفظ  ولوستلو

 

د پنډتانو مريدي مے  وکړه

مانړے د کفر مے هم لټ په لټ کړے

 

نۀ د دنيا د يو مسلک کتاب کے

نه د منطق او فلسفے په باب کے

 

ماته زما دسوال جواب ملو شو

نۀ راته داسے رقم باب ملو

 

چے دا خپل زړه پرے تسلي کړمه زۀ

شونډے ګنډلے چپه خله کينمه 

 

نو بيا دا ولے آخر ولے رونړو

د چا په حکم او د چا په منشا

 

د پښتنو قتل روا  وګرځيد

زۀ دراني دغه جواب غواړم

 

(شبيردراني)

-
بېرته شاته