(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.09.2020 دخاطر

[03.Sep.2020 - 15:02]

د خاطر اپريدي درې غزلې:

 

زه به مړ يم

ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم

چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم

 

جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي

ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم

 

خړې خاورې به په ما باندې انبار شي

هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم

 

زه به هېر شمه قرارې مرګي ورک شه

سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم

 

بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي

ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم

 

چې په ډېرو شپو مې هېر نکړې جانانه

دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم

 

زه د یار د دره بې له خپله ياره

بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يم

 

په دا تور سترګو کله کله ګوره

جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم

 

چې په قبر مې تېرېږې خدای لپاره

لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يم

 

بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته شي

چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم

 

که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې

خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم

 

د کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه

ما خاطر په تا سپارلی زه به مړ يم

 

غزل

 

د هجران په شپه ډيوه په لاس كـــــــــــې راغله

خدائ خبر چې چرته تله په لاس كــــــې راغله

 

رقيبان خو دې اوس ټول راله راتـــــــــــير شي

چې يار راغې نو وسله په لاس كــــې راغله !

 

چې مې صبر اميد دواړه پسى خــــــــــور كړل

چې د ځان نه خبريده په لاس كـــــــــــــې راغله

 

چې د سترګو د سرو شونډو او د زلـــــــــــــــفو

تصور يې يو څيره په لاس كــــــــــــــــــې راغله

 

چې په تلو كې شوه مسكۍ نو بيــا به راشي

اى خاطره بس راځه په لاس كــــــــــې راغله !

 

غزل

 

ښه شوله ډېره چـــې انکار دې وکړو

زمــــــا د،  واړه عـــمر کار دې وکړو

 

خلک چـــې نخښه ولي ګوري ورته

تا چې مـخ پټ کړ نو ګوزار دې وکړو

 

هله پوښته زمـــــــــا د زړه زخمونه

خو، که د خپلې خندا شمار دې وکړو

 

زه لا څه نه وايم چې داغ دی پــه زړه

ته لا پېغور کړې چې ديدار دې وکړو

 

چې د راتلو يې زړه مــايوسه نشي

چې دغه دومره انتــــظار دی وکړو

 

خــاطره) زه دا ستا نه چا وړی يم

وار به دې راشي که لږ واردې وکړو

-
بېرته شاته