(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.09.2020 مجروح

[03.Sep.2020 - 15:14]

چي پخپله په خپل کور کي ډیوې وژني

های توبه د داسي قوم له تغافله 

اروا ښاد شهید پو هاند ډاکټرسید بهاءالدین مجروح دکابل پوهنتون استاد ، فیلسوف ، لیکوا ل او شاعر و. نوموړی د پښتو ژبي د یوه مشهور شاعر او خدمتګار سید شمس الدین مجروح زوی و. ده د ۱۹۲۸ کال د فبروري په میاشت کي د کونړ ولایت د اسمار په اولسوالی کي دې نړۍ ته سترګې پر ا نیستلې او د ۱۹۸۸ کال د فبروري په میاشت کي، د شپیتو کالو په عمر د وطن، سولي، علم او رڼا دښمنانو د پښتونخوا په مرکز پیښور په ښار کي په شهادت ورساوه.د پښتونخوا نامتو محقق همیش خلیل دده پر مړینې یوه مرثیه لیکلې وه چې تاسو سره یې شریکوم:

په خزان وهلې څانګه یو بلبله

زما کورکي په سرو وینو ژړیدله

په سرو سترګو د حسرت کي نوحه ګري

خدای خبر دی چي د چا سانده ویله

وې یې اې د افغانۍ دُدرخو ادمه

د آرزو باز دره ستا وسوزیدله

ما وې: څه وايې بلبلي هیڅ پوه نه شوم

دا د چا په فرقت ژاړې بې بدله

وې یې: دا دغم خبر مي دی راوړی

خوله مي ډکه شه له خاورو په څو ځله

که څه ونه وایم سوزم لمبه کیږم

د هجران لمبې مي خیژي له کوګله

چي یې زه درته وایم د غم په ژبه

د زخمونو ګلدسته ډکه منګوله

هغه ګل د زمانې لاسونو ومروړ

د وطن د رابیا ګلي له کاکله

په ارزو د خپل چمن د ښیرازی و

نیم بسمل هسي مجروح و له ازله

د خپل سر په صدقه یې کړه روښانه

د افغان د تقدس ډیوه شوه بله

د وطن د آزادی په استقلال یې

د ګلونو په ځای وینه وشیندله

هغه روڼ مشال بې وخته تیارو ونغړد

چي تیاره د غلامۍ به یې غندله

د شرابو په ځای ستا هغه همفکره

سره پیاله د شهادت نن ونوشله

په ګلشن د پسرلي په امیدونو

ما لیده د هغه وینه بهیدله

د مراد کښتۍ طوفان کړه دړي وړي

بس یو څو قدمه وړاندي له منزله

ما وې: څوک دی د کوم ځای او څه یې نوم دی

را نمایه اې کمبختي ژر کړه هله

وې یې: ماه د پښتونخوا له کوه طوره

موسی خویه پښتنو ته ځلیدله

د پیړو له انتظاره پیدا کیږي

د مجروح غوندي دنیا کي کله کله

بویه بیا چي بهاالدین غوندي مور راوړي

په آسانه که پیدا شي ده مشکله

چي پخپله په خپل کور کي ډیوې وژني

های توبه د داسي قوم له تغافله

-
بېرته شاته