(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.09.2020 قصیده

[03.Sep.2020 - 15:15]

ملګرو نن درسره د نبي صلی الله عليه وسلم د شاعر حسان بن ثابت  رضي الله عنه د قصيدې منظومه ژباړه 

عبالحلېم همت 

له (عذراء) تر (جـوا) پــــــورې

لاړ زاړه شو محــــــــــلونه

ګوره ذات الاصـــــــــابع ته

ترینه جوړ شو کنـــــډرونه 

 

د حسحساس  د خیل په  خونې

کړي الوت ســــــاړه بادونه

نښانې یې ورکې ورکې

پرې وریږي بارانونه

 

دا کنډرې داسـې نه وې

دا مقـــــام ګل ګلــزار و

د زړګي قــــرار مې دلته

هر وخت ماته انتظــار و

 

دلته تک شته چمنونه 

زړه او سترګې خوږیدې پکې

دغه دښته تکه شنه وه

اوښان میږې څریدې پکې

 

ته وا پریږده ، دا یادونه 

زه مې خیال په څه مشغول کړم

چې بیدار مې د شپې ساتي

زړه دا حال په څه مشغول کړم

 

د (شعساءیاد مې په زړه کې 

په لیمو کې مې غړيږي

زما واک دهغې لاس کې

هیڅ مې زړه ترې نه صبریږی 

 

د خولې لاړې  یې شراب دی 

چې له شام څخـه راغلي

چې مزاج یې د اوبو دی 

خواږه شات پکې ګډلي

یا عصیر د ابدار سیب وي

په ډک جام کې څڅیدلي

 

که څوک ذکر دکوم څښاک کا

ټول دې (راحڅخه قربان شي

څه خوشبو ددې شــــــــرابو

په احساس یې سړی خان شي

 

چې یې وڅښـــــــو کله کله

له دښمن نه په شا کیـــــږو

پاچاهــــان مو د نړۍ کــړي

د زمرو غوندې جنګـــــــیږو

 

که یو چا په کـــوم یو څه کې

په څه باب کړو مـــــــلامته

چې څه شر وي یا جګړه وي 

مونږ  شـــراب کړو مــلامـــته

 

ټول اسان دې زمونږه مړه شي

که غبار یې نه شــــــي پورته

د (کداءد غره په څــــــنګ کې

که شڼار یې نه شي پورته

 

له قيضو سره جګړه کا

چې په پورته کله خیږي

په اوږو یې تیره غشي

تږي تږي سپین ځلیږي

 

تیزچارګام درومي په مخه

په دو دو ځي نیغې غاړې

مــخ یې نیسي په زړوکو 

څـو مــیرمنې دي ولاړې

مونږ به خپله عمره وکړه

که دوی تیر شي له جګړې نه

داهم  سوبه ده  لو سوبه

حق به ووځي له پردې نه

 

کنه صبر شئ ها جنګ ته

چې کامیاب کا د حق لورې

جــــبرایل زمونږ ملګری

په مونږ کا د وزر سوری

روح القدس ته به څوک ټینګ شي

هر باطل ورته کمــــزوری

 

رب ویلی رب ویـــــــلي

خپل بنده مې درلیږلی

حق وینا کړي ، که ازمیښت وی

بریالی ترې راوتلی

 

ما راوړی پرې ایمان دی

تاسو هم راشئ ملګرو

تاسو چور انکار راپیل کړ

مخ مو ستون کړو له خبرو

 

خدای پیدا ورته لښکر کړو

د انصارو مهــــــــــاجرو

چې جــګړه  ده ورته لوبه

ښه سنبال په غشیو زغرو

 

هره ورځ وي له دښمـــــــنه

یو نه یو کږه خـــــــــــــبره

یا کنځلې ، یا غـــــیبت وي

یا ګوزار زمونږ په زغـــــــره

 

نو په شعر کې هجوه کاندو

د بد ګویه کنځلــــــمــــارو

او مرۍ وهــــــــو میدان کې

د تورمارو جګـــــــــړه مارو

 

بو سفیانه  خبر دارشــــــــــــه

ساده ګل یې ته بـــــــــــزدیله

جونې مشرې ستا دکور شوې

تېرې تورې کړې ذلیله !

 

تا هجاء د محــــمـــــــد کړه

ما ځــــــواب درته ویلی

ته بدبخته شوې بدبخته

ماثــــواب د رب ګټـــلی

 

څنګ هجاء دمحمد کړې ؟

نه یې ســـیال نه برابر یې

ته قربان دده له ســــــــره

دا بهـــــتر او ته بدتر یې

 

ته بد وایې په هغه پسې

چې نیکخویه وفادار دی

چې امین دی حقپلوی

مبارک او بـر دبار دی

 

ته که مدحه کړې که هجوه

هیڅ اغیز نه شي ښندلی

که نصرت که دښمني کړې

ته یې هیڅ نه شي کولی

 

هیڅ پروا مې دځان نشته

دا دستي د ناموس ډال دی

زه او پلار، نیکه، ناموس مې 

د نبي د ناموس ډال دی

 

د (لؤیخیلخــــانې پاڅئ

(جذیمیانچې مومئ چیرته

وژنۍ ، جرړې یې وباسئ

کړئ تنې یې له سر بیرته

 

چې ملتیا یې د غلــیم کړه

دوی دی هغـــــه څو وګړي

قریضه  د حـــــارث  مله هم

زیاتي نه دي منځـــــــګړي

 

دوی زمونږ څخه بیزار بېرته شاته