(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.09.2020خوب وینم

[10.Sep.2020 - 15:38]

خوب وینم نجیب وي له منصور سره ګویاوي

شاوخوا ولاړه دا څلور کونجه دنیاوي

دواړه ورته خاندي دارکې غاړه دملا وي

لویه ننداره وي دکابل په اریانا 

خوب وینم عالمه که............

خوب وینم غني وي ناست پر څنګ دخوشال خان وي

ددواړو په لاسونو کې پانوس وي ،ارمغان وي

ټوکې وي ټکالې وي خبرې دافغان وي 

ستایي دوه نومونه دافغان دپښتانه 

خوب وینم عالمه.............

خوب وینم لښکرې وي ،ملالې وي،زلمیان وي

ګېر کړي یې لاهور کې داتور مخي پنجابیان وي

اخلي کسادونه بریالي پر مخ روان وي

هغه ننګیالي وي چې یې بولي یګانه 

خوب وینم عالمه که..........

خوب وینم جرګه وي خان شهید وي،باچاخان وي

دلراوبر راجمع ټول ملي قهرمانان وي

شېرشاه وي ،احمدشاه وي،بايزيد وي ،میرویس خان وي

وايي مرګې څه دی دغلام تر ژوندانه 

خوب وینم عالمه که..........

خوب وینم امو وي ،اباسین ورسره مل وي

لوی افغانستان وي دخپل واک ژوندون تکل وي

دملي پاڅون اعلان وي په غلیم باندې یرغل وي

تېردسره هرافغان وي یو رضا کړي بهانه

خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي مانا

خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي مانا

پروت یم سر مې ایښی دخپل یار په ځنګانه

 

غزل! رضا محمد رضا لالا

-
بېرته شاته