(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.10.2020سړی ورته

[07.Oct.2020 - 14:46]

عجیبه  خلک دي،  سړی ورته حیران پاتې شي

وینې  مو وڅښي  او  زمونږه  اتلان پاتې شي 

زمونږه برخه سپوږمۍ، کرښې کرښې وداغوي 

سترګې مو واخلي اوبې ستورو مواسمان پاتې شي 

ایرې،ایرې،مو سیپارې اوجومات سور په وینو

جهاد سپېڅلی،او سیځلی مو قران پاتې شي 

چې پردې لاره یې دمورسترګې لیلام ته ایښې 

په  دغو ژڼیو  کې به څرنګه ایمان پاتې شي؟ 

زړونه دې زبیښي،د وحشت لمبې دې بلې ساتي 

په دې وطن کې که څوک غواړي مسلمان پاتې شي

چې کتابونه د خپل زوی په وینو سره رانه وړي

د هرې مور په خوږمن زړه دغه ارمان پاتې شي 

 

 

 

بمونه خلاص شول خلک مړه شول جنازې وشولې

-
بېرته شاته