(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.10.2020د شینوارو غمېزه

[07.Oct.2020 - 14:49]

د شينوارو وروستۍ غميزې ته څو کرښې 

 برکت الله هڅاند 

 

همدا نن له خونړۍ چاودنې وروسته 

پر سړک پراته شيندلي کتابونه

يو غريب ماشوم بکسه په لاس کې، مړ دى

يو تک سپين ټيکرى په سرو وينو ککړ دى 

يو بوډا په کې په خړو خاورو خړ دى 

يو پتمن زلمى تر نيم وجود لغړ دى 

د پيغلوټې له اوربل پرېوتى شال دى 

دا زما د کړېدلي ولس حال دى

 

همدا نن له خونړۍ چاودنې وروسته

پر سړک پراته شيندلي کتابونه

کتابونو کې د پاک الله نومونه

کتابچو کې د کوترو انځورونه

انځورونو کې د سولې ارمانونه 

هر ارمان هسې يو فکر دى يو خيال دى 

دا زما د کړېدلي ولس حال دى 

 

همدا نن له خونړۍ چاودنې وروسته 

په يوه کلي کې سل کورونه وران دي 

يوه کور ته څو تابوته ور روان دي

وژل شوي هم سوچه مسلمانان دي 

او وژونکي هم د دين دعوه ګيران دي 

بس د هر سړي په خوله د ولې؟ سوال دى 

دا زما د کړېدلي ولس حال دى

 

همدا نن له خونړۍ چاودنې وروسته

يوه خور د شهيد ورور پر کټ ور ړنګه 

يوه ناوې ده په خپل ژوند پورې تنګه 

يوه مور لکه پرېوتې له ګړنــــــګــــــه 

ټول همدا وايي چې خداى دې واخله جنګه

ستا له لاسه مو له ژونده زړه کنګال دى 

دا زما د کړېدلي ولس حال دى 

 

همدا نن له خونړۍ چاودنې وروسته

 يو انسان په خړو خاورو کې توغړېږي

يو سور شال په يو مزار باندې غوړېږي 

يو جهان د ارمانــــــــــــــــونو را نړېږي 

تت تصوير د يو چا سترګو کې غــړېږي

لنډه دا چې د وحشت ژوندى مثال دى 

دا زما د کـــــــــــــړېدلـــي ولس حال دى

-
بېرته شاته