(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.10.2020 غني خان لیک

[07.Oct.2020 - 14:52]

باچا خان بابا چې کله په جیل کی وه او غنی خان په انګلستان کی سبق ویلو بابا یې ترینه ګیله وکړه چې خطونه درلیږم جواب یې نه رالیږې 

نو غنی بابا په ځواب کښې ورته د نظم ليکلې وو.

 

ستا خطونه  ټول زما سر ته پراته دي

زه يې لولم هره شپه دوبار دوباره

 

کله خاندم کله ژاړم لېونې يم

اې زما په بند کې پروت غريبه پلاره

 

نه، ته نه يې غريب ته ډېر لوی اوچت يې

مصيبت دې ستا عزت ته عزت داره

 

خدائې به رحم وه په تا باندې لږ کړې

بل ښه زوی به ئې وه کتلې ستا د پاره

 

چې په تا کې کوم ګوهر دې ما کې نشته

ستا نيکي زما بدۍ دواړه بې شماره

 

ته سالار يې د کاروان په نېغه لار ځې

زه کوږ  ځغلم  لکه  اوښه  بې  مهاره

 

ستا د زړه فوارې ډکې دي د مينې

زما زړه وچ کوهې، نه لري يو داره

 

وهم منډې تا پسې خو ته هم لرې

وينم ستا ايله ايله د پښو غباره

 

پروا نشته که په منډه منډه مړ شم

فقط ستا او د خپل قام د نوم د پاره

-
بېرته شاته