(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.10.2020لېونی

[08.Oct.2020 - 15:29]

زه چې لېونی شم، بیابان شې راته تهٔ

روغ چې شم، تڼۍ مې د ګرېوان شې راته تهٔ

.

زهٔ چې یا خومار شم یا له تندې شم رنځور

جام راوړې، ساقي مې شې، لقمان شې راته تهٔ

.

ټکندې غرمې چې شي راټولې راپسې

راشې، په شېبو شېبو باران شې راته تهٔ

.

شپه شي او طوفان کړي رانه بله ډېوه مړه

جار دې شم، د ستورو ډک آسمان شې راته تهٔ

.

ما سره په رخه، په کینه چې شي یاران

پیر مې شې، پاچا مې شې، جانان شې راته تهٔ

.

کله چې وطن شي راته ټول کفار کفار

مینه مې شې، لمونځ مې شې، اذان شې راته تهٔ

.

راچې شي لېمو ته دوه د اوښکو لاروي

وخاندې، د سرو ګلو کاروان شې راته تهٔ

.

.

رخه = کینه، حسد، بدخواهي، قصد

لاروی = ۱) په لار تلونکی ۲) پردی، نا اشنا

.

پیرمحمد کاروان

ټاکنه او راټولونه: ممتاز خان

-
بېرته شاته