(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.10.2020غزل

[08.Oct.2020 - 15:47]

غزل............

 ډاکټر اسرار صيب مردان

 

د محبت  چې  تقاضې  زياتېږي

 خوبونه  کم  شي،  شوګيرې  زياتېږي

 

مونږ  جوړ د  يو  بل  اپوټه  يو  روان 

 زمونږ  تر مېنځه  فاصلې  زياتېږي

 

بلې  دنيا  ته  به  د چا  زړۀ   وشي

  دلته  خو  رنګ  رنګ  تماشې  زياتېږي

 

پې  مخي  ستايئ  خو لږ  خيال  هم  کوئ

 په  دې  د ښکلو  ناز  نخرې   زياتېږي

 

جوړ د ريا  کاروبار  زور  کړی دی

 په  بازارونو  کې  تسبې  زياتېږي!

 

د دې  جنګرېز نتيجه  هر  څۀ  چې  وي

په  مقبرو کې  مو  جنډې  زياتېږي

 

د دې  تعليم  ډيوو کې  تيل  نشته  دی

ډيوې  ډيرېږى   او تيارې  زياتېږي

 

اسراره  ژوند  د  مسئلو  نامه  ده

ژوند چې  تېرېږي  مسئلې  زياتېږي

-
بېرته شاته