(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.10.2020فساد

[08.Oct.2020 - 15:49]

خوشال خان خټک

 

دَ فساد فکر مې نشته خداي حاضر دې

خپل ساعت به تېرؤم عمر آخر دې

 

اطاعت دَ اولوالامرو ځکه نهُ کړم

خليفه دَ زمانې په زړهُ کافر دې

 

پلار يې اوواژهُ په بند روڼه په توره

په آزار دَ مؤمنانو بهادر دې

 

دَ ابليس غوندې مکرونه يې په زړهُ کښې

په فرېب کښې له ابليس ځنې ماهر دې

 

په باطن يې ودانۍ ته نظر نشته

ودانۍ ته په ظاهره کهُ ناظر دې

 

دَ چا زړهُ به ځنې روغ په دنيا نهُ وي

دَ خوشال خټک چې چاؤد ځنې خاطر دې

ټاکنه ( انتخاب) ډاکتر ممتاز خان

-
بېرته شاته