(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.10.2020 لورکۍ

[08.Oct.2020 - 15:51]

راشه اې لورکۍ زما

واوره کیسه ګۍ زما

کله چې وړه ومه

ټولو ته خوږه ومه

تل به په مستۍ ومه

یا به په ټالۍ ومه

مور نه به مې منډې وې

پښې مې هم بربنډې وې

پټه د وره شاته وم

موسکه وه بابا ته وم

غږ به مې چې مور وکړ

ما به زوږ او شور  وکړ

وه د سترګو توره زما

وه د زړه ټکوره زما

څه شوې ګلې څه شوې ته

څنګه راپه زړه شوې ته

ما ويل؛ اوس درځمه مور

غېږه درکومه مور

شعر: رڼا زرمتۍ

Ranna Zormati

-
بېرته شاته