(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.10.2020نظم

[09.Oct.2020 - 21:13]

د 8 اکتوبر 2005 لزله

فضل داد فضل ـــــــ

15 کاله وړاندے لېکلے شوے  نظم د هغے خطرناکے زلزلے په حواله چې پکښې د 87 زره کسانو نه زيات مړه او يو لاکهـ نه زيارت زخمي شوي او بې کوره شوي خلکو په تاثر کښې چې دننۍ نېټه 8 اکتوبر  2005په حواله زما په کتاب(زيارت له څه له وړے شالونه) کښې موجود دے

"نظم"

 

قيامت خېزه زلزله وه چې کورونه ٸې تالا کړه

څه نا څـــاپه حــادثه وه بلا زړونه ٸې تالا کړه

 

 دا شانګله که بالاکوټ دے که ماتم د مانسهرې دے

پېښــور دے که لاهــور دے  که ټاور د مارګلـــے دے

دردمويودےغم مويو دےکه څوک لرےکه نزدےدے

د مرګـونو سـلسـله وه چې ښارونه ٸې تالا کړه

څه ناڅـــاپه حـــادثه  وه بلا زړونه ٸې تالا کړه

 

په ګهړۍ حبيب الله کښې چې  ٸې راج کووپه زړونو

مـدرسـې د هـغـــے جـــونو اديـرې شـــوې د خوبـونـو

او  د خپلے وينـې رنګ ٸې شــــــو نکـريزه د لاسـونـو

د ارمانه ډکه شپه وه سـحـرونه ٸې تالا کړه

څه ناڅاپه حــادثه وه بلا زړونه ٸې تالا کړه

 

بلا مينے شـوے نيمـګړے بلا اوښـکے لاړے توےشـوے

کورودانےشوےسرتورے په دنيا کښې بې اسرےشوے

د کشمير د غره لمنې په سرو وينو باندے سرے شوے

بس ددرديوه چپه وه چې خوبونه ٸې تالا کړه

څـه نا څــاپه حـــادثه وه بلا زړونه ٸې تالا کړه

 

ډيربـچـي يـتيــمانان شــوډير د مـرګ په خـوب وده شو 

دچاګزکفن نصيب شوڅوک په خاوروکښې وراسته شو 

په چـاچـو کښـې ٸې ګــډيانې شــنړشنړي زره زره شوه

د خزان هغه لمحه وه چې ګلونه ٸې تالا کړه

څه نا څاپه حـادثه وه بلا زړونه ٸې تالا کړه

 

څوک دبل په غم کښې ورک دي خپل زخمونه ترےنه هيردي

دچا خوٸېندے د چا رونړه د ملبے د لاندے ګېر دي

ښکلے پېغلے پېغلے جونه ځلمي لا ور پکښې ډېر دي

لوټے لوټے هم حجره ده ګودرونه ٸې تالاکړه

څه نا څاپه حـــــادثه بلا زړونه ٸې تالا کړه

 

په ژوندو کښې ډېر زخمي دي د الله کارونه ګوره

په زرګونو خلک مړه شو په لکهونو شو بې کوره

ديوخداٸې اسرےته ناستي هېڅ اسره ٸې نيشته نوره

څه بې خونده نظاره چې خوندونه ٸې تالا کړه

څه نا څــاپه حادثه وه بلا زړونه ٸې تالا کړه

 

فضـل واٸي داسےپېښې قرباني غواړي ملګرو

دا د غــم زپلي خلک خوشحالي غواړي ملګرو

دا کــنډرے د وطن اوس ابادي غـواړي ملګرو

چې دحسن ٸې چرچه وه هغه غرونه ٸې تالا کړه

څــه نـاڅـاپـه حــــادثه وه بـلا زړونه ٸـې تالا کړه

-
بېرته شاته