(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.10.2020عجېبه خلک دي

[09.Oct.2020 - 21:18]

 

شاعر : سید عبیدالله نادر

 

((عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي))

تیره اونۍ د ننګرهار د شینوارو په ولسوالي کې ډیره سخته د موټر بم چاودنه وشوه ، چې په هغي کې ګڼ شمیر مړه او زخمیان شول د ماشومانو نه کتابونه او بکسی خوری وری هر خوا پرتی وي ،، نو په جمله کې د یو ابتدائي مکتب د وړوکي ماشوم په خپل ځاني خط کې دا جمله لیکل شوي په لاس خلکو ته ورغله چې پرې لیکل شوي وو ،((      

عجیبه خلک دي ، سړی ورته حیران پاتي شي )) دې ماشوم به ډیر څه غوښتل چې ویې لیکي ، خو اوس یې هم ډیر څه ، په دې یوه مصره یا جمله کې رسولي ، خو د دردمنو پرې ډیر زړه خوږ شو ،شاعرانو د همدي جملي پسي وار په واره شعرونه وتړل ، او نشر ته یې وسپارل ، زما په فیسبوک کې چې کوم شاعران راسره ملګري دي ، د یو څو کسانو می ولوستل ، سخت پرې ودردیدلم ،د هغوي چې راسره ملګري نه ول ،د هغوي نه بی خبره پاتي شوم . خو د دي تر څنګه ما هم طبع آزمایي وکړه ، او دا څو کر خي مي د کاغذ په مخ راوستلي ، دې ګلالي ماشوم لا هیڅ هم نه وو لیدلي ، خو خپله دي جمله کې یې یو کتاب خبري پریښودی ، په رښتیا هم دوي ، مکتبونه وسیځل ،په جوماتونو کې انتحاري حملي وشوی ، په عامه ځایونو کې چاودنۍ وشوی ،په ښارونوکې چاودنې وکړی ،په موټرونو او نور ځایونو کې یې بمونه ځای پرخای کړي او چاودنې یې کړي دي، لوی پلونه پلچکونه یې الوزولي ، په ګنه ګوڼي ځایونو کي یې چاودنې کړي ،په روعتنونو او اداراتو کې یې انتحاری حملی کړی ،او دا د دوی د ترهګریز عملیاتو شمیر تر زرهاوڅخه هم  واوښته

عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي)

 

د معـــرفت څخــه چـې لیری ، هرانســـــان پاتي شي

داسي مخــلوق به تل په ژوند ، لــکه حیوان پاتي شي

ښکلي سپـــــــیڅلي انســـانان ، له مکـــتبونو ، وځـي

زمونږ په برخــه ، تل جـــاهله ، انســـانان پاتــي شي

غدۍ چې راشي ،رانه یوســی ، زړه ضمیر خاوندان

له مونږه ښکلي ښکلي ولاړ شي ، خودیوان پاتي شي

د فرشتو غوندی څیري مو کړي ، د خــــاورو لاندی

ښــکلي تالا شي ، راته ســوټي د ډیران پاتــــــي شي

هغه کارونه کـــــړي ،جــامه کې د مذهــــــب طالبان

چې مکارۍ کې په حیرت ، ورته شیـــطان پاتي شي

سپینو جــامــــو کې خپل ظاهره ، مســلمان جوړوی

((عجیبه خلــک دي سړی ورته حـــیران پاتي شي))

دښـــمن یې زړونو کې، د حورو وسوسې ګډې کړي

دې بی خبرو ته بیا دین ، او نه ایمــان پاتـــــــي شي

په بــمو والوزوی ، زمــــونږه ګلالي مـــاشـــــومان

د بورو میندو ته د غم څیري ، ګریوان پاتــــــي شي

د ټول بدن غړي توټي ، په هــــرې خـــوا وي برتي

له چا ټکری ، له چـا نتکی ، له چا پیزوان پاتي شي

په جومـــــــاتونو ، مکــــتبو او په عــامه ځــایو کې

داسي ځای نشــته ، چې ترې خلک په امان پاتي شي

خدای د برباد کړي ، د خـیرن ضمیر باطن خاوندان

چې نه یې بوټۍ د طالب ، نه پاکــــستان پاتــــي شي

بشردوســـتان د نړۍ ،ټوله دي په دې متـــــــــــــــفق

چې ځمکي سر کې ، هر وګړی  ښه انسان پاتي شي

څه حالت دی بشر دوســــتو ، تاسي یې وینئ که نه؟

څنــګه په اَ من دې حـــالت کې مکتـــبیان پاتي شي؟

چې د جــــاهل په لاس مـــو وژني ،معرفت پتنــګان

مونږ ته به څنګه دې وطن کې هوښــیاران پاتي شي

که واکداران د دي لړۍ ،زیـاتي نور غــــم ونه کړي

د معرفت به دلــــــته څـــنــګه ، لارویان پاتي شـــي

راځئ چـــې وکَرو ، راتلونــکو ته په لارو ګـــــلان

چې نوي نســـل ته وطـــــــن مو ګلســـتان پاتي شي

 

 

-
بېرته شاته