(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.10.2020 سوله بي بي

[19.Oct.2020 - 20:50]

(...ته سوله بي بي )

ستا د درندو وزرونو لاندې

د ستا ښایسته سترګو تر وړاندې

ستا د تودو لاسونو منځ کښې

ستا د بچو دي تاندې ساندې

د قمرګل سپینه کوتره وې ته سوله بي بي!

شیطان صفته آدمیانو

دا ستا وزرونه دي مات کړي

ستا غوږ او سترګې راویستلي

لاسونه او پښې دې دي تړلي

ژنیو، دوهه  کښې مسخره ېې ته سوله بي بي!!

د بسوګۍ واده قصه ده

زلمی خلیلزاد لانګ مسافه ده

منځ کې د تیلو معامله ده

څلویښت ملکونو فیصله ده؟!

اصیل افغان ته لویه جرګه ېې ته سوله بي بي !!!

روس ،امریکا ته یوه پلمه ېې

دولت،طالب ته  تهء بهانه ېې

خو؛

 تهء ګاوڼډیانو کره میلمه ېې !!

(زړور ساپي) ته پښتنه ېې ته سوله بي بي!!!!!

ډزړور ساپی حمیدالله

بروکسل/۱۴/۱۰/۲۰۲۰

-
بېرته شاته