(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.03.2022لېونتوب

[18.Mar.2022 - 21:47]

لیونتوب

شو  ژوبل مې  خوبونه  چې  ازغي مې خپلول

نادان ووم  لیونې   ووم  چې پردي مې خپلول

 

شو کلې  رانه  پاتې  ټول  یاران  شو رانه پاتې

رشتې رانه پردې شولې خپلوان شو رانه پاتې

جومات جرګه شوه پاتې مشران شو رانه پاتې 

د لوې قام  په بدل  کښ  څو  سړي  مې خپلول

نادان  ووم   لیونې  ووم  چې پردي مې خپلول 

 

ما خپلې  کوڅې  پریخوې  تنورونه رانه هیر شول

چینې مې کړلې   هیرې   ګودرونه  رانه هیر شول

ده خپلو او    خپلوانو   مزارونه   رانه هیر شول

د   پټو       "حاسدانو"    کورکي      مې   خپلول

نادان ووم  لیونې   ووم  چې  پردي مې خپلول

 

خبر نه  ووم  چې  دا  مې   د  لستوڼي ښاماران دي  

زما   د نوم  عزت او د   فکرونو  دښمانان دي 

ازغې مې ګڼي ټول زما د"ښې "ورځې یاران دی

بې  حسه  بې   بنیاده    ګو‌‌‌‌‌‌ډاګي   مې خپلول 

نادان ووم لیونې   ووم چې   پردي مې خپلول

 

رښتیا  دي  چې  لایقه  پردې  وینه  نه خپلیګي

که ځان ورته  لوګې  کړې پردې مینه نه خپلیګي 

په خوله  که رشته  ‌‌‌‌‌‌ډیره   وي    سنګینه خپلیګي

 زړګې مې پکښې   دا‌ؤ  کړو  چې زړګي  مې خپلول

نادان ووم  لیونې  ووم  چې  پردي مې خپلول

 

۴فروری۲۰۲۰

 

لائيق ذاده لائيق

 پیښور

 

-
بېرته شاته