(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.04.2022نفاق

[01.Apr.2022 - 17:12]

لوی رب دې زموږ ولسي شاعر ملنګ جان علیه رحمه د جنتونو سردار کړي، چې نیمه پېړۍ وړاندې یې نارې سورې ووهلې، خو چا یې چیغې او وړاندوېینې وانه ورېدې، چې د انګرېزانو قسم خوړلیو تورو پنجابي لاسپوڅو مو نیمه خاوره لاندې کړې ده، دا دئ نیمه پېړۍ وروسته یې زموږ  پاتې نیمې خاورې، غمځپلي هېواد د ګران افغانستان غاړې ته هم لاسونه اچول روان ساتلي دي. که څه هم د پښتونخوا یوه مظلومه غیرتي برخه پښتانه د منظور پشتین تر مشرۍ لاندې راویښ شوي دي، خو دلته زموږ د ملي شاعر ملنګ جان تشه ډېره محسوسېږي، چې دا پاتې د هاتي په غوږ ویده  لر او بر ګلخانان یې راویښ کړي او د لوی افغانستان ارمان مو ژر تر ژره تر سره شوی وای!! 

 

 د غفلت په خوب ویده ولې پښتون دئ

 

د نفاق په وجه حال د دوی زبون دئ

په فرېب د انګرېانو ټول خراب شو دعوه ګیر زموږ د خاورې نن پنجاب شو             

دغفلت په خوب اوده دئ لکه ګوډی

 غلامۍ د پاره جوړ دئ د دوی ډوډي       

څوک وایي زه یم اپریدی او څوک مومند                        

 ټول بند شوي دي د سحر په کمند             

څوک وایي زه یم مسعود او څوک وزیر                           

نه پوهېږي په خپل کار او په تدبیر                

د انګرېز تنخا ته هر یو لاس نیولی            

د پېسو مینه کې هر یو پاس نیولی              

غلامي کې شول زاړه د انګرېزانو         

اوس پر حکم شو جاري د پنجابیانو       

خپل ملک او خپل خصلت ځنې جدا شول                        

په دوکه د انګرېزانو کې خطا شول         

حقیقت کې دغه ملک ټول د پښتون و                              

په دې خاوره د نیکونو د دوی ژوندون و                  

په دا رنګه بې ننګۍ  مې زړه کباب شو      

دعوه ګیر زموږ د خاورې نن پنجاب شو                               

اوس په دې کې دا مقصد د انګرېزانو       

چې دوی ټول شي غلامان د پنچابیانو         

لکه څوک چې ډنګر خرڅ کړي په قصاب   

هسې شان سره دوی سپاري په پنجاب                       

که دوی غواړي آزادي او ترقي             

نور دې نه کوي د کور بې اتفاقي           

تمامي قوم د افغان د شي یو وروڼه           

د دښمن په رضا و نه کړي کارونه            

دا جوړ کړی دښمنانو موږ ته چل دئ                          

هر دښمن زموږ وطن د پاره غل دئ   

د حضرت(ص) په دین کې نشته دورنګي                      

کور په کور د پښتنو خانه جنګي               

رب د پاره په یوه لاره په سلا شئ          

څه پروا ده که په خپل وطن فدا شي          

کوم پتنګ دئ چې بې شمعې نه کباب شو                                   

دعوه ګیر زموږ د خاورې نن پنجاب شو                                

یو پښتون ته که چا وویل انګرېز                 

هغه دم سره به یې سر کړي ریز مریز            

نو بیا ولې تنخا خورې د انګرېزانو          

خپله خاوره خرڅوې په دښمنانو                

ارتینې ته به اوچت څرنګه ګورې              

په دنیا او اخرت به یې مخ تور وي           

تف په دې رنګه پښتو او دې غیرت شه                              

هم په دې قسم پښتون باندې لعنت شه                               

چا چې دین وي قبول کړی د حضرت                     

خدای رسول ته به ځان نه کړي ملامت      

چې ظاهر کې مسلمان باطن کفار وي                                

د هغو به همېشه دغه روزګار وي        

ای سوچه مسلمانانو سره غونډ شئ                     

په اخلاص او محبت سره راپنډ شئ               

د پښتون له غمه زړه مې نن کباب شو              

دعوه ګیر زموږ د خاورې نن پنجاب شو.

 
-
بېرته شاته