(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.04.2022دخوشال بابا

[01.Apr.2022 - 17:16]

خوشال بابا داغزل هغه وخت لیکلی و چې درنتهمبور په زندان کې دمغولي واکمن اورنګزیب له خوا بندي و ، خویوشمیرلیکوالانواوشاعرانو دغه غزل دده میرمنې توتیا خټکې ته منسوب کړی دی : ماته یو وخت دپښتونخوا خدای بخښلي اوځوانیمرګ شاعراروا ښاد ریاض تسنیم چې په خوشال پیژندنه کې یې لوی لاس درلود اودخوشال بابا په شاعرۍ یې ډیرې څیړنې کړې وې ویلي و چې ته وګوره خوشال بابا داسې شاعر دی چې ځینې خلک دا فکر کوي چې دغه غزل به دده دکورني دکومې ښځینه غړې یا دده دمیرمنې له خوا ویل شوی وي ، خوغزل دده خپل دی چې په وروستني بیت کې دخوشال بابانوم هم پکې شته او دا غزل دخوشال باباپه کلیاتوکې هم شته :(ډاکتر لطیف یاد)

 

نور به مخ په آئینه برابر نه کړم

نۀ به دواړه سترګى تورې په رانجۀ کړم

نۀ به سره کړم سپين لاسونه په نکريزو

نۀ به نورپه ږومنځ سازد سرويښته کړم

نه به ما تې ما تې څڼې په مخ پريږدم

نه به لاندې با ندې لب په پا نو سره کړم

چې دمینې یار مې نه شته چې یې گوري

دصورت سینگارزه کوم یوه ته وکړم

درست صورت مې سرې لمبې شي شنې ډډوزې

چى دخپل مين د مينى راز په زړه کړم

که ژوندون ترهر څه خوږدى په جها ن کى

اوس بې يا ره په ما تريخ شوزه به يې څۀ کړم

هغه يا ر چى چېرته دى خوشا ل دې اوسي

دى دې خپله خوشا لي کړي غم به زه کړم

-
بېرته شاته